تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ټوېټر د مشر اکونټ هک شوی
د خندانې ډلې یا Chuckling squad په نامه ډلې ویلي، د ټوېټر د یوه بنسټګر او اجراییوي مشر جک ډورسي اکونټ یې هک کړی دی.
د ټوېټر ویاند بي بي سي ته ویلي دغه شرکت ددې پېښې د لاملونو په اړه په څېړنه بوخت دی.
د ښاغلي ډورسي ټوېټر اکونټ تر ۴ میلیون ډېر فالوورز لري چې هکرانو یې په کنټرولولو سره ۱۵ دقیقې سپکوونکي او توکمپال پیغامونه خپاره کړي دي.
ځینو دا پیغامونه نېغ په نېغه د ډورسي له اکونټه بیا ټوېټ کړي دي.
له دغه اکونټه ځینې خپاره شوي پیغامونه دا هم دي چې ګني د ټوېټ له ځایه بم موندل شوی.
د هکرانو دې ډلې وړاندې هم پر ټوېټر د ځینو مشهورو کسانو پر اګونټونو د برید مسؤولیت منلی و.
تر اوسه روښانه نه ده چې هکرانو څه ډول د ښاغلي ډورسي ټوېټر اکونټ ته لاره موندلې ده.
خو ښکاري چې ښايي دورسي داسې کوم یو اپلیکېشن کارولی وي چې امنیتي تدابیر پکې کم وي.
ښاغلی ډورسي د ټوېټر د دوه اعشاریه درې سلنه برخې څېښتن دی.