د هند فضایي بېړۍ د سپوږمۍ مدار ته ورسېده

سپوږمۍ ته د هند دویمه لېږل شوې فضایي بېړۍ 'چاندریان -۲ ' له توغول کېدو نژدې یوه میاشت وروسته د سپوږمۍ مدار ته رسېدلې ده. د هند فضايي څېړنو اداره (ای ایس ار او) چارواکي وايي، چاندریان-۲ له ځايي وخت سره سم د سې شنبې پر ورځ نهه بجې او دوې دقیقې د سپوږمۍ مدار ته ننوتله.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي دا 'د یوه مهم سفر بهیر کې یوه یادګار پړاو ته رسېدل ' بللي دي. د فضايي څېړنو ادارې مشر کي سیوان وايي، هیله من دی چې له پلان سره سم به چاندریان - ۲ د سپوږمۍ پر غولي کېني.

نوموړي په یوه خبري غونډه کې وویل:

''موږ هغه ټوله هڅه کړې چې د انسانانو په توګه مو له وسه پوره وه. ''

چاندریان - ۲ د تخینکي مسایلو له کبله له یوې اونۍ ځنډ وروسته د تېرې جولای میاشتې پر ۲۲ مه له شريهریکوټه سټېشنه وتوغول شوه.

هندي چارواکي هیله من دي چې د ۱۴۵ میلیونو ډالرو لګښت دغه ماموریت به د هند لپاره لومړنی هغه وي چې د سپوږمۍ سویلي برخې ته به ورسېږي.

د تېرې میاشتې توغېدنه د ۳۸۴ زره کیلومتره سفر پیلامه وه. د هند لومړنی فضايي ماموریت چاندریان - ۱ نومیده چې ۲۰۰۸ کال کې توغول شوی و، خو سپوږمۍ ته و نه رسېد.

هغه ماموریت لومړنی هغه و چې د سپوږمۍ پر غولي یې د راډار په مرسته د اوبو شتوالي په تړاو مفصل رپوټ چمتو کړ.

د بریا په صورت کې به نوې بېړۍ چاندریان - ۲ د سپوږمۍ پر هغه برخه کېنې چې په اړه یې معلومات لږ دي او دغه ځای کې به د اوبو، طبیعي سرچینو او د سپوږمۍ پر مخ د زلزلو په تړاو معلومات راټول کړي.

هند د دغه بېړۍ توغولو لپاره د (جي ایس ایل وې ایم کي- ۳) په نامه تر ټولو پیاوړی توغندی وکارواه، چې ۶۴۰ ټنه وزن یې درلود (د یوې بار ۷۴۷ جمبو جیټ الوتکې وزن پرتله یو نیم ځل زیات) او د یوې ۱۴ پوړیزې ودانۍ برابر ۴۴ متره لوړوالی یې درلود.