د کور هغه برخې چې باید یې ډېرې پاکې وساتئ

Washing hands after using the toilet

د عکس سرچینه، Getty Images

یو روغتیايي بنسټ وايي، خلک باید ډېر تمرکز پر دې وکړي چې په کور کې یې د مضرو مکروبونو د خپرېدو مخه ونیسي تر دې چې د هغو ځایونو په پاکولو وخت تېروي چې ناولي ښکاري.

د عامې روغتیا شاهي ټولنه (RSPH) وايي، تر ټولو مهم د لاسونو، ټوکرونو او د میزونو یا ښویو سطحو پاکول دي چې پر خپل وخت وشي، ځکه په هرو څلورو کسانو کې یو یې فکر کوي چې مهم نه دي.

دغه بنسټ وايي که دا کار ترسره شي مکروبي کېدل او مکروب ضد درملو پر وړاندې مقاومت کمولی شي.

بل دا چې د "بېخي پاک" په نامه اصلاً څه نشته.

د دغه روغتیايي بنسټ د رپوټ پر بنسټ خلک د ناوليتوب، مکروب، پاکوالي او نظافت ترمنځ توپیر نه کوي.

په ۲۰۰۰ کسانو کې چې په دې څېړنه کې یې برخه اخیستې وه ۲۳ سلنه یې په دې باور دي چې ماشومان باید مضرو مکروبونو ته پرېښودل شي چې د بدن دفاعي سیستم یې غښتلی شي.

Cutting up chicken with a knife

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کله چې اومه خوراک ټوټې کوئ تخته باید مخکې او وروسته له کاره پاکه شي.

خو په دغه رپوټ کې ښکېل کارپوهان وايي چې دا "یو مضر باور" دی چې کولی شي ماشومان په خطرناکو مکروبونو اخته کړي. د دې پر ځای باید خلک پر دې تمرکز وکړي چې ناولي ځایونه په خپل وخت پاک کړي، آن که پاک هم ښکاره شي باید د بدو مکروبو د مخنیوي لپاره یې ترسره کړي.

کومو ځایونو کې او کله مکروبونه غونډېدای شي؟

•د پخلي او خوراک په ځای کې

•په ګوتو د خوراک پر مهال

•له تشناب کولو وروسته

•کله چې خلک ټوخېږي، پرنجېږي او خپله پوزه سغ کوي

•کله چې د کور کالي او ککړ ټوکرونه لاندې باندې کوي یا مینځي یې

•د حیواناتو پالنه کوي

•له کثافاتو سره د سروکار پر مهال

•د کور له هغه غړي سره په تماس کې چې مکروبي شوی وي

Dog licking someone's hand

د عکس سرچینه، Getty Images

د لاسونو پرېمنځل ډېر مهم دي په تېره بیا وروسته له دې چې له خوړو کې لاس ووهو، تشناب ته ولاړ شو، وټوخېږو، وپرنجېږو او یا پر حیواناتو لاس ووهو.

د پخلنځي او دړو پاکول هغه مهال ډېر مهم شي چې اومه خواړه پرې ټوټه کړو، لکه غوښه او داسې نور.

او هغه لوښي چې د مکروبي سطحو د پاکولو پر مهال یې کاروو باید وروسته پرېولل شي.

د کوټې غولی او د فرنیچرونو سرونه ښايي ناولي ښکاره شي خو په هغو کې داسې مکروبونه وي چې روغتیا ته ډېر ګواښ نه پېښوي.