د مینانو ورځ؛ مینتوب کې پر زړه او مغز څه تېرېږي؟

    • Author, پاینده څرګند
    • دنده, بي بي سي، لندن

د فبرورۍ ۱۴ مه د مینانو ورځ بلله کېږي. دغه ورځ د نړۍ په لر او بر کې د ځینو کسانو لخوا د ګلانو په ورکولو سره لمانځل کېږي. خو په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې مینان یو بل ته ډالۍ نه ورکوي. د مینانو د ورځې په مناسبت دا مطلب یو ځل بیا خپرېږي چې لومړی ځل د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ پر ۱۵ خپور شوی.

-------------------------------------------------------------

ډېری هغه کسان چې مینان شوي وايي، د لومړيو دیدنونو، د انتظار شېبو او د سترګو د رپ کدر لنډ د وصال وختونو پر مهال یې داسې بې ساري احساسات درلودلي چې نور کله هېڅ نه دي تجربه یا محسوس کړي.

شاعرانو او لیکوالو په کتابونو او فلمونو کې د دغه ډول احساساتو په اړه لوستل او لیدل یو څه اسان کړي، خو د عاشقانه شېبو دا ډول تشبیه کول او شاعرانه تخیل پردازۍ علمي ملاتړ لري که څنګه؟

ګارډین ورځپاڼه کې خپره شوې د نیویارک سټوني بروک پوهنتون څېړنه د لېونتوب تر کچې مینانو باندې شوې او وايي، رومانتیکه مینه د مغزو په هغه برخه کې فعالیت طغیاني کوي چې ډېر دوپامېن لري، هغه کیمیاوي مواد چې ښه احساس دربښي.

په دې کې د مغزو VTA برخه هم راځي چې له غوښتنې، هڅېدنې، تمرکز او د زړه له کومې هیلې کولو سره تړلې ده.

د مینې په لومړیو پړاوونو کې عاطفي هڅېدنه چې ځینې یې ښايي تر فشار لاندې راتګ وبولي، د بدن د کورتېسول هورمون کچه لوړوي، چې له دې سره د زړه ټکان لوړېږي، کولمې مو تاوېږي او د لاسونو رغوي مو خولې کېږي.

دوه نور کیمیاوي مواد هم لاس په کار کېږي، اوکسېتوسېن چې له یوه چا سره د نژدېوالې احساس مو څپاندوي او vasopressin چې له اعتماد، زړه سوي او یوازې او یوازې له یوه چا سره د جنسي اړیکې درلودلو غوښتنې سره تړلی دی.

زړه څه رول لری؟

د زړه ونډه څه شوه؟ آیا د زرګونو کلونو ادبیاتو او هنر هسې ناحقه، مینېدل د زړه کار بللی؟

ساینس اوس له شاعرۍ سره غاړه وړي او تاییدوي چې د زړه درزهاری او ناکراري د مین او مینې پر احساساتو لوی اغېز لري.

زموږ زړه او اعصاب له یوه بل سره نژدې اړیکه لري. کله چې د خطر احساس کوو او یا مو چې کله د خپلې خوښې پر شي او انسان سترګې ولګېږي، زموږ د زړه درزهاری زور اخلي، له دې سره هغه څه چې موږ یې په مغزو کې احساسوو اغېزمنېږي.

د مینې په تړاو یوې څېړنې ښودلې کله چې زړه ډېر کار کوي د حلقې یوه برخه یې cardiovascular arousal فعالیت کوي چې زموږ د ډار او اندېښنې احساسات ډېرولی شي.

که انسان هغه څه ویني چې ترې ډارېږي او یا ورته عادي دی نو زړه یې ژر عمل کوي او وینه په شدت پمپ کوي. خو له زړه چاپېره د وینې رګونه برېښنايي څپې د مغزو هغو برخو ته وینه رسوي چې له عاطفي مسلو او احساساتو سره تړلې ده.

شاعر او لیکوال نقیب احمد عزیزي وايي مینه د انسان متداومه عاطفي اړتیا ده او هر انسان خپل ایډیل پسې ګرځي:

"هر انسان نر او ښځه ذهن ک ېد ښکلا یو ایډیال تصور لري، د نارینه ایډیال تصور ته انیموس او ښځه د انیموس ایډیال وايي، دواړه د یو بل په لټه کې وي، کله چې په کلي کور، یا ښار کې له دغو ایډیالو تصویرونو سره اړخ لګوي نو دا ورته ډېر محترم کېږي".

د مخالفو جنسونو ترمنځ د مېنې پیدا کېدل یوه طبیعي اړتیا ده او د یوه بل لپاره لېوالتیا احساسوي، خو د اړتیا او لېوالتیا دې احساس ته بېلابېلو هېوادونو او دودونو کې د کتلو ډول او ورکړی رنګ توپیر لري.

په ځینو باورونو کې مینه د تقدس تر بریده سپېڅلې بلل کېږي، خو د یو شمېر خلکو په حق کې ښايي مینه هوس بلل رښتیا وي.

خو د مینې احساسول او په عامه اصطلاح زړه بایلل نړیوال دي، د نړۍ هر کنج کې چې مېنه پېښېږي د مغزو او په سینه کې د زړه غبرګون یو ډول وي.

نو که مو مینه کړې وي، ستاسې زړه او دماغ هم لږترلږه یو ځل هغه مزه څکلې چې د انسان له پیدایښته بیا تر اوسه یې خوږوالی او تریخوالی نه دی بدل شوی.