هکرانو د شاوخوا ۵۰ میلیونه کسانو فیسبوکونو ته لار موندلې

د عکس سرچینه، Getty Images
فیسبوک وايي هکرانو د غواروي یوې تڼۍ (View AS) په ښودلو سره د شاوخوا پنځوس میلیونه کسانو معلوماتو او کارولو چارو ته لاسرسی موندلی دی.
فیسبوک زیاتوي، اوسمهال د دغه سایبري برید د نورو جزییاتو لپاره پلټنې کوي او لا هم نه پوهېږي چې د برید تر شا د چا لاس دی.
فیسبوک دغه راز ویلي، له دغو بریدونو د تېرې سه شنبې په ورځ خبر شول او پولیس یې هم پرې خبر کړي دي.
دوی هغو کسانو ته چې د دغو بریدونو قرباني شوي، پیغامونه استولي چې یو ځل له خپلو فیسبوکونو ووځي او بیا له سره ور ننوځي (log in) شي.
دغې سترې نړیوالې ټولنیزې شبکې دا هم ویلي لا هم ډاډه نه دي چې بریدګرو یوازې د امریکايي وګړو فیسبوک ته لاسرسی موندلی که نړیوال کارونکي هم تر برید لاندې راغلي دي.
خو فیسبوک د جمعې په ورځ وویل هغه زیانونه چې بریدګرو د فیسبوک کارنو ته اړولي دي، بېرته یې سمبال کړي دي.
د دغه خبر په خپرېدو سره د ونډو په بازارونو کې د فیسبوک ونډې درې سلنه راولوېدې.
فیسبوک ټولنیزه شبکه په ټوله نړۍ کې شاوخوا دوه میلیارده کاروونکي لري، خو په وروستیو یو دوو کلونو کې امنیتي نیمګړتیاوې او ناوړه ګټه اخیستنې د زیاتره کاروونکو لپاره یې، د خپل دغه ډیجیټلي حریم په تړاو د اندېښنو لامل شوي دي.
دغه راز حکومتونه یې پر ټولنیزو شبکو د څار قوانینو د لګولو خوا ته وړي دي.










