د پوهنتون محصل میلیونر شو

د عکس سرچینه، UNIT DX
د پوهنتون یو پخوانی محصل د هغه شرکت له پلورلو وروسته میلیونر شو، چې په شریکه یې د محصلۍ پر مهال رامنځته کړی و.
دغه ۳۱ کلن ډاکټر چې هري ډیسټيکروکس نومېږي، څلور کاله مخکې د برتانیا بریسټول کې د دکتوار یا پي ایچ ډي محصل و، چې 'زیلو ' نومي شرکت یې تاسیس کړ.
دوی هغه مهال د شکرې یا ذیابیطس درملنې لپاره یوه نوې ګټوره تکنالوژي ایجاد کړه.
اوس د ډنمارک درملو مشهورې کمپنۍ ''نوو نوردیسک '' چې د شکرې درملنې لپاره تر ټولو ډېر درمل تولیدوي، د دوی نوښت د ۶۲۳ میلیونو پاونډو بدل کې پېرلی او حق یې موندلی چې د ګلوکوز دغه کنټرولونکي انسولین ته وده ورکړي.
ډاکټر ډیسټيکروکس وايي، د شرکت له پلوره یې هدف دا و چې د شکرې ناروغۍ درملنه کې بې ساری پرمختګ وشي.
زیلو کمپنۍ داسې مصنوعي مولیکول ایجاد کړل، چې د وینې په جریان کې ګلوکوز په مناسب انداز شاملوي.
نوو نوردیسک مسوولین اوس هیله من دي، چې دغه مولیکول به د داسې انسولینو ودې لپاره وکاروي، چې پر مټ به یې د شکرې ناروغان په لا خوندي ډول درملنه ومومي.
هغه مولیکول چې زولو ټیم موندلي د داسې انسولینو پیدا کولو وړتیا لري، چې کولای شي وینه کې د شکرې کچې له عادي حالته د ټېټېدو پر مهال د هایپوګالیسیمیا احتمالي خطر مخه ونیسي.
ځينې ناروغانو کې دا حالت خطرناک وي او د کوما، دماغي شاک یا جټکې لامل کېدای شي.
د شکرې لومړی ډول د بدن دفاعي نظام ناورغي ده او دویم ډول یې داسې دی چې بدن کې د وینې جریان کې د شکرې مقدار مناسب ساتلو لپاره کافي انسولین نه تولیدېږي.
د نړۍ لر او بر کې له هرو ۱۱ بالغو کسانو یو د شکرې له یوه نا یوه ډوله اغېزمن دی، چې د زړه یا دماغ د حملو، ړوندوالي، پښتورګو د ناکارۍ او د ګوتو پرې کېدو سبب هم کېدای شي.








