مصنوعي ځیرکتیا د مکسیکو په ټاکنو کې څه ډول مرسته کوي؟

د عکس سرچینه، VERIFICADO 2018
په مصنوعي ځيرکتيا چلېدونکی يو لټونګر د مکسيکو په ټاکنو کې په درواغ خبرونو او د رايې ورکولو په مرکزونو کې د ستونزو د څارلو لپاره کارېږي.
کرزانا د ويريفيکاډو ۲۰۱۸ نوښت له خوا کارول کېږي، چې د مکسيکو رسندويي ادارو د ناسمو خبرونو د څارلو لپاره جوړ کړی.
د مکسيکو د ولسمشریزو ټاکنو د منډو ترړو له پیل راهیسې تر اوسه ۱۳۰ کسان وژل شوي. ويريفيکاډو د دغو پېښو ډېرېدو ته په کتو غواړي کرزانا په ټولنیزو رسنیو د پروپاګند او د رايه ورکوونکو خلاف تاوتريخوالي ته چټک غبرګون ځواب ووایي.
ويريفيکاډو د خپرنيو، رسنيزو ګروپونو، نادولتي ادارو او پوهنتونو په ګډون له ۹۰ ډېرو بېلابېلو ادارو جوړ کړی او د فېسبوک او ګوګل په څېر له سترو ټولنیزو شبکو سره ثبت نوښت دی او د ټاکنو له څارنې سره مرسته کوي.
د نږدې سياليو په دغو ټاکنو کې په ټولنیزو رسنیو د ناسمو خبرونو د خپرولو لپاره د ګڼو اتومات او انساني خپروونکو شتون ځان ته پام اړولی.
د کرزانا یو تن بنسټګر ټوبي ابېل وايي دا لټونګر به د دغه هېواد د روانو ټاکنو د رایې ورکولو په جريان کې وکارېږي او له رسنیو سره به د ناسمو مالوماتو پر وړاندې په چټک غبرګون ښودلو کې مرسته وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه ابزار په ټولنیزو شبکو د متن، وېډيو او عکسونو د سکن او شننې په اړه روزل شوی تر څو هغه موارد او پیغامونه وپېژني چې د نوماندانو او ټاکنو په اړه دي.
ښاغلی ابېل وايي دا ابزار د انسان پر تله په چټکۍ او هر اړخيز ډول یاده چاره کولی شي، خو دغه ماشين ته به د دې فرصت نه ورکول کېږي چې په دې اړه پرېکړه وکړي چې کوم توکي ناسم دي او کوم سم.
د ښاغلي ابېل په وینا "د دې تشخیصول چې کوم څه سم دي یا ناسم دي يو خبريال ته آسانه دي، خو کمپیوټر ته د دې چارې ورښودل ډېر ګران دي".
د کرزانا بنسټګران وايي، کرزانا به دغه راز د رايې ورکولو په ورځ د رايو د ورکولو د مرکزونو په تړاو معلومات هم څاري، ځکه وېره ده چې بېلابېل لوري به په دغو مرکزونو کې د نفوذ د غځولو هڅه کوي.
د مکسيکو عمومي ټاکنې د جولای په لومړۍ ترسره کېږي چې په پایله کې به يې نوی حکومت ولسمشر ټاکل کېږي.









