تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
فیسبوک اداره د خپلې وېبپاڼې "مشهور" مخونه څاري
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي
فيسبوک له سرغړونو سره د مبارزې هڅو په لړ کې د يو شمېر نورو بدلونو اعلان کړى.
دا کمپنۍ به اوس پر خپله پاڼه د مشهورو پاڼو چلوونکي څاري او د سياسي اعلانونو د سرچينو پيژندنې ډېره هڅه به کوي.
کله چې ځينو روسي عناصرو پر امريکايي رايه اچوونکو د اغېز شيندنې لپاره فېسبوک کاروه، نو ويل کېږي چې له دوو مهمو تخنيکونو يې گټه پورته کړې وه.
لومړى يې پر فېسبوک داسې اعلانونه خپاره کړي و چې ځينې ټاکلي سياسي نظرونه يې تبليغول او بيا يې په دغه شبکه کې ځانونه عادي امريکايان پېژندلي و او داسې مشهورې پاڼې يې چلولې چې منځپاڼگه يې ميليونونو اصلي رايه اچوونکو ته رسېده.
د فېسبوک د نويو تدبيرونو موخه راتلونکي کې د دغو دواړو کړنو مخنيوى دى.
د نويو تدبيرونو له مخې هر هغه کس چې غواړي پر فېسبوک يو سياسي اعلان خپور کړي بايد امريکا کې فزيکي پته ولري او د خپلو عوايدو او يا مالي سمبالښت سرچينه په ډاگه کړي.
همدا راز هغه کسان چې مشهورې او اغېزناکي فېسبوکپاڼې چلوي بايد د پېژندگلوۍ ارزونې تر پړاوونو تېر شي که نه ورباندې بنديز لگېږي.
د دغو بدلونو د رامنځته کېدو مهال يو تصادف يا برابري نه ده، بلکې د فېسبوک مشر مارک زوکربرگ به راتلونکې اوونۍ په واشنگټن کې وي چې د کانگرس د غړو پوښتنې ځواب کړي.
د ښاغلي زوکربرگ او د کانگرس غړو پوښتنې او ځوابونو دغه غونډې ته د وروستۍ مقابلې يا مخامختيا نوم هم ورکړل شوى.