اتوم برید کې ځان څنګه وژغورو؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, کرس بارانک
- دنده, بي بي سي فیوچر
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د سپټمبر پر دریمه هایدروجن بم وازمویه، د دې چاودنې غږ دومره زورور و چې په سیمه کې د زلزلې ټکان حس شو.
کیم جونګ اون وویل، شمالي کوریا چې څومره وغواړي هغومره اتومي وسلې جوړولی شي.
ځینې ترهګرې ډلې هم د اتومي وسلو د ترلاسه کولو هڅې کوي، دا ګرانه ده چې یو څوک اتومبم برید وکړي، خو که داسې کېږي، څه به کوو؟ موږ اتومبم زغملو ته تیار یو؟
د جاپان پر هیروشیما او ناګاساکي د اتومبم برید کیسې اوس هم کېږي، د روسیې د چرنوبل بټۍ پېښه هم د چا له یاد وتلې نه ده، له دې پېښو زیانمن کسان لا هم پوره جوړ شوي نه دي.
سمڅه

د عکس سرچینه، Getty Images
برتانیا کې د پنډار په نوم یو خوندي ځای جوړ شوی چې د اتوم برید پر مهال پوځ او حکومتي چارواکي پکې بچ کېدلی شي.
د اتومي جګړې پر مهال او له جګړې وروسته هم له دغه ځای ټول حکومتي کارونه کولی شي، خو د وګړو لپاره هم حکومتونو داسې کوم تیاری نیولی دی؟
که څه هم د اتومي وسلې د کارولو شونتیا کمه ده، خو دا ډول خونديځ یا سمڅه له پامه نشي غورځېدی، دا مهال د ترهګرو ډلو جالونه هم ډېر پیاوړي دي، ځکه د وګړو د خوندیتوب لپاره پوره تیاری هم اړین دی.
له اتومي زیان ځان ژغورل څنګه دي؟

د عکس سرچینه، Alex Wellerstein
د امریکا د ټیکنالوجۍ په سټیوینز انستي تیوت کې پوهان ایلیکس والرسټاین یوه اتومي نقشه جوړه کړې چې پکې د ګوګل په څېر د نقشې له مخې دا کوشش شوی چې له اتوم برید کومې سیمې اغېزمنېږي.
په یوه بله پروژه کې خلکو ته دا ویل شوي چې ځانونه پخپله بچ کړي.
له ټولو مهمه مشوره دا ده چې د برید پر مهال خلک په کورونو کې پاتې شي.
خو اتوم برید کې ټول چاپېریال اغېزمنېږي، مګر کور کې پاتېدل دومره ضروري دي چې پخپله ځان د لنډ وخت لپاره د اتومي وسلې د ورانۍ له اغېز وژغورئ.
شمالي کوریا وايي، چې له ستوني تر اتومي وسلو ډکه ده، له یو وروسته بل اتومي توغندی ازمويي، دا هم وايي، چې پر دغو توغندیو امریکا ویشتلی شي.
دې دعوې یې د امریکايانو خوب تښتولی دی، د شمالي کوریا ګاونډیان هم فکرمن دي، جاپان په ځینې کلیو کې په تمرینونو سره خلک په دې پوهوي چې له اتوم برید ځان څنګه وژغوري.
د وګړو روزنه

د عکس سرچینه، Getty Images
شمالي کوریا د امریکا ګوام په نښه کړی دی، دلته هم د خلکو د روزنې کار پیل شوی دی.
په ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپله وېبپاڼه په نوي انداز ډیزاین کړې او پکې د اتومي ګواښ په هکله معلومات پرلیکه دي.
ټول هېوادونه د خپلو لویو مشرانو د خوندیتوب تیاری نیسي، ولس یې په خپل حال پرېښودلی دی.
دویمه نړیواله جګړه او له هغه وروسته سړه جګړه کې د ولسي وګړو پر خوندیتوب ډېر زور اچول کېده، خلکو ته د جګړې پر مهال د ځان ساتلو روزنه ور کول کېده، خو له سړې جګړې وروسته دې برخې ته ډېر پام نه کېږي.
ایلیکس والرسټاین او د هغه ملګری اوس دا کار کوي.
لومړنی تیاری

د عکس سرچینه، AFP
پورټسمېت او سوت همپټن د برتانیا داسې دوه ښارونه دي چې د اتومي اوبتلونو بندرونه بلل کېږي.
پورټسمېټ کې د خبرداري یو پخوانی سور سیستم لګول شوی دی، تر ډېره کتل کېږي، برتانیا کې له کمپینو د وتونکي لوګي په هکله د خلکو خبرولو لپاره هم دا ډول سیستم شته.
په نوره نړۍ کې هم اتومي پناځي جوړ شوي دي. خو دوی د نورو موخو لپاره کارېږي.
د سرې میاشتې په څېر ادارې له هر ډول حالاتو د وتلو لپاره پوره تیاری لري.
خو کارپوهان وايي، که اتومي برید کېږي نو یوه اداره هم سملاسي مرسته نشي کولی، ایا اتومي برید زموږ له تیاري ډېر ځواکمن دی.
ذهني تیاری

د عکس سرچینه، Getty Images
ولارسټاین په دې اند دی چې که د اتوم بریدونو په هکله خلک وارمخکې تیار کړل شي، نو د ډېر زیان مخنیوی به وشي. خو که له حالاتو هیڅ خبر نه وي، تاوان به هم ډېر وي.
امریکا ته د شمالي کوریا له خبرداریو وروسته هلته هم وګړو ته څه ناڅه لارښوونې پیل شوې دي.
خلکو ته ویل کېږي چې که چټکۍ سره ډېرېدونکی اور یا تېزه رڼا وویني، نو هغه لور ته دې نه ګوري، ځکه دا سترګې ړندولی شي.
ژر تر ژره دې ځان بند ځای ته ورسوي. وړانګې په میلونو میلونو لرې خپرېدلی شي، ځکه پکار ده چې د لرې تللو پرځای هلته د ځان لپاره بند ځای ولټوي.
جامې وباسئ

د عکس سرچینه، Getty Images
اتومي وړانګې ستاسو پر جامو لګېږي، ځکه ژر تر ژره دا جامې وباسئ او بدن ډېر ښه پاک کړئ.
باسلې جامې په پلاسټیک کې بندې کړئ او څومره چې کېدلی شي له انسانانو او څارویو یې لرې وساتئ.
بدن د مینځلو پر مهال مه مښئ، پوزه، سترګې او غوږونه په ډېر ارام سره په پاکه ټوټه یا ټيشو پېپر پاک کړئ.








