ویټامین ډي؛ د زوکام، والګي او نورو سختو تنفسي ساري ناروغیو ضد وسله

څېړونکي وايي، د ویټامین ډي کارول په برتانیا کې هر کال له دریو میلیونو ډېر خلک له زوکام او والګي ژغورلی شي.

ویټامین ډي نه یواځې د زوکام، والګي او نورو سختو تنفسي ساري ناروغو خطر کموي.

دغه ویټامین د روغو هډونو لپاره اړین دي او د ناروغیو په مخنیوي کې د بدن د دفاعي ځواک په وده کې هم مهم رول لري.

د بدن دفاعي نظام په ویټامین ډي سره بکتریا او وایروس له منځه وړي.

د پوهانو دا څېړنه د برتانیا طبي جورنال کې خپره شوې او سپارښت کوي چې په ورځنیو خوړو کې باید ویټامین ډي زیات کړو.

په دې څېړنه کې د ۱۴ هېوادونو له ۱۱ زرو ډېرو ناروغانو سره خبرې شوې او دا پایله اخیستل شوې، چې هره ورځ ویټامین ډي کارول تر ۱۲ سلنه عفونت یا د بدن میکروبي کېدل کموي.

د برتانیا ټول روغتیا وايي، د عفونت ضد د ډي ویټامین اغېزمنتیا په تړاو شمېرې پرېکنده نه دي، خو بیا هم د دې ویټامین زیاتول وړاندیزوي.

د لمر له وړانګو ویټامین ډي اخیستل

د انسان بدن چې لمر ته مخامخ وي، نو ویټامین ډي جوړوي او دا ویټامین په بدن کې ګرمي پیدا کوي. خو په یخني کې د کمزوري یا کم لمر له امله دا ویټامین هم په بدن کې کمېدلی شي.

همدا وجه ده چې په ډېرو هېوادونو کې د ژمي موسم کې چې لمر نه وي، د اوسېدونکو په بدن کې ویټامین ډي هم کمېږي.

دا چې ویټامین ډي د عفونت کنټرولولو کې څومره مهم دی، پوهانو د دې پوښتنې د ځواب لپاره پر ۱۱ زره ۳۲۱ کسانو ۲۵ مختلفې تجربې کړې دي.

د لندن کوین میرن پوهنتون د تنفسي سیستم عفونت څېړلی، چې له عادي زوکام نیولې تر نمونیا پورې عفونت پکې راځي.

د څېړنې پایله وايي، چې په ټولیز ډول د ویټامین ډي کاروونکو ۳۳ کسانو کې یو له عفونت ژغورېدلی شي.

دا پایله د انلفوینزا یا زوکام له واکسین غوره ده چې په هرو ۴۰ کسانو کې یوه ته ګټور دی.

پر دې سربېره د میاشتې پر ځای هره ورځ یا اونۍ کې ویټامین ډي کارول ډېره ګټه لري.

ویټامین ډي ولې مهم دی؟

د ویټامین ډي اصلي دنده په بدن کې د کلسیم او فاسفېټ یا فاسفوریک اسید مالګې اندازه برابرول دي، چې د بدن په وده او د هډوکو، غاښونو او عضلو په روغتیا او خوندیتوب کې ډېر اهمیت لري.

که د ماشومانو په بدن کې د کلسیم او فاسفېټ اندازه کمه وي، نو هډوکي یې نرم او کمزوري وي او د ودې په کولو سره همداسې کمزوري پاتې کېږي او ممکن بده بڼه یا شکل غوره کړي.

که په لویانو کې ډي ویټامین کم وي، نو هډوکي یې نرمېږي، چې له امله یې د هډونو او عضلو سخت درد ورته پېښېږي.

خو ویټامین ډي هم په اندازه پکار دی، ځکه که ډېر شي، نو په وینه کې ډېر کلسیم تولیدوي چې له امله یې د زړه او پښتورګو یا بډوډو(ګردو) ستونزې پیدا کېدلی شي.

څېړونکي دا هم وايي، چې په خپلسر د ډي ویټامین کارول پکار نه دي، بلکې له ډاکټر سره تر سلا مشورې وروسته دې دا کار وشي.

د ویټامین ډي کارولو غوښتنه

دا څېړونکي وايي، له هېوادونو غواړي چې د امریکا او فنلېنډ په څېر دوی هم ډي ویټامین د ډوډۍ په څېر د خوړو برخه کړي.

د دې څېړنډلې یو غړی پوهاند ایډرین مارټینو وايي، ویټامین ډي کارول په برتانیا کې هر کال له والګي او زوکام له دریو میلیونو ډېر خلک ژغورلی شي.

"د برتانیا په ۶۵ میلیونه وګړو کې ۷۰ سلنه یې هر کال لږ تر لږه له یوه عفونت سره مخ کېږي، خو د ویټامین ډي ورځني یا اونیز کارول ۳،۲۵ میلیونه وګړي له والګي او زوکام ژغورلی شي".

د برمنګم پوهنتون استاد پوهان مارټین هیویسن دا څېړنه پاموړ بولي او وايي، د ډي ویټامین کارولو کې د دې ډلې ملاتړ کوي، ځکه چې هډوکو ته ګټه رسوي.