دا بام کورونو ته د لمري برېښنا د رسولو اغېزناکه لار بلل شوې

د امریکا د ټیکنالوجۍ کمپنۍ ټیسلا اجرايي مشر الن مسک له هغه بام پرده پورته کړه، یا پرانیسته یې وکړه چې د لمري برېښنا (سولر انرژۍ) له تختو جوړ شوی دی.

د لمري ټیکنالوجۍ تر اوسمهالي کارولو به له شیشو جوړې دا کاشۍ (د لمري برېښنا تختې) کورونو ته د لمري برېښنا د تختو د رسولو لپاره ډېره په زړه پورې لار وي.

له لمري برېښنا جوړ د دې بام کاشي د لاس انجلس په نړیوالو سټوډیوو کې د ( ناهیلو کورنیو مېرمنو) تلوېزیوني پروګرام هم خپره شوه.

دا پرانیسته په داسې مهال شوې چې ټیسلا اوس د سولر سیټي په نوم د لمري برېښنا کمپنۍ- چې له ستونزو سره لاس او ګرېوان وه - تر کنټرول لاندې راستلې ده.

خو ځینې برېښنايي موټر جوړونکي پانګوال د دې مسوولیت اخېیستلو په تړاو اندېښمن دي او وايي، دا مسوولیت د ټیسلا له مالي ملاتړ پورته ده، خو په دې برخه کې د ښاغلي مسک لېوالتیا دا ده چې ګویا دی یو تر ټولو لوی ونډه وال دی.

د برېښنايي ښار اجرايي مشر د ښاغلي مسک د تره زوی دی او نوموړي پر ټیسلا د خپلې کمنپۍ پلورلو ته رایه ورکړې ده.

د ناهېلو کورنیو مېرمنو پروګرام ته د لمري کاشیو راوړل د مهم پلورنکي ټکي د نظریې خپرولو یوه لار وه.

ښاغلی مسک هم وايي، دا له لمري برېښنا تختو ډېرې ښې ښکاري او په مسخره یي ډول یې د "چکلېټ بام" بولي.

د دي کاشیو د رنگونو او ډولونو د رنګارنګۍ کومه بیه نه ده اېښودل شوې، خو ښاغلی مسک وايي، دا به له دودیز بام جوړولو او بیا پرې له پاسه د لمري برېښنا د تختو له لګولو هم ډېر ارځان وي.

ښاغلی مسک وايي، په دې برخه کې (پاور وال دوه) هم برخه اخیستې، چې د ټیسلا کورنیو بېټریو تولید دی.

د پاور وال لومړنۍ دنده له لمري تختو د اضافي انرژۍ زېرمه کول دي. دا به ۵۵۰۰ ډالر بیه ولري.

ټیسلا تېرو دریو میاشتو کې حیرانوونکې ګټه کړې او په تېرو دریو کلونو کې هم تر ټولو مخکې ده.

ټیسلا د برېښنايي موټرو جوړوونکې کمپنۍ هم ده، او اوسنیو اعلانونو کې وايي، چې په دغو ټولو موټرو کې یې په اتومات ډول د چلېدلو ضروري الې لګولې دي.

د کمنپۍ چارواکي په دې باور دي، چې د ټول موټر د اتومات کولو لپاره به څو کلونه وخت په کار وي.