بلوچستان کې پر دوو هوايي اډو بریدونه شوي

سمنګلي هوايي ډګر د پاکستان د پوځ اړوند اډه هم ده.

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، سمنګلي هوايي ډګر د پاکستان د پوځ اړوند اډه هم ده.

د پاکستان بلوچستان ایالت کوټه کې پر دوو هوايي اډو (سمنګلي او خالد) اورپکو بریدونه کړي، چې د پاکستاني چارواکو په وینا لس برید کوونکي او درې پولیس پکې وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د بلوچستان د پولیسو مشر جنرال محمد عملیش رسنیو ته وویل، خالد هوايي ډګر د کوټې ښار په شمال ختیځ کې پروت دی او سمنګلي هوايي ډګر په جنوب لوېديځ کې موقعیت لري.

دی وايي پر دوو اډو اورپکو تېره شپه د برید تابیا نیولې وه، چې سخته نښته او چاودنې پکې وشوې.

سمنګلي هوايي ډګر د پاکستان د پوځ اړوند اډه هم ده.

د کوټې د پولیسو مشر عبدالرزاق چیمه د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، په برید کې دوه برید کوونکي وژل شوي او دوه پولیس ټپیان دي.

دی وايي "پولیسو د یوه مشکوک موټر درولو هڅه وکړه، خو وسله والو له موټره ډزې پرې وکړې پولیسو هم ډزې پیل کړې او دواړه برید کوونکي یې ووژل. درېیم بریدګر په تېښتو بریالی شو".

خو تر یوه ساعت مودې وروسته له دې اډې نژدې ۱۲ کیلومتره لیرې د خالد پر هوايي اډه هم برید وشو.

چیمه وايي، پولیس وتوانېډل چې د اډې له دېوال سره څلور خښ کړل شوي ماینونه پیدا او شنډ کړي.

د پنجاب ګوجرانواله ښار کې تحریک انصاف ګوند د ازادۍ ورځ ولمانځله

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د پنجاب ګوجرانواله ښار کې تحریک انصاف ګوند د ازادۍ ورځ ولمانځله

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر اکبر حسین دراني ویلي، شاید د بریدګرو هدف به هوايي ډګرونه نه وو، خو تر اوسه پلټنې نه دي بشپړې شوې.

تر اوسه ددغه برید مسؤولیت چا نه دی منلی.

بلوچستان چې د پاکستان تر ټولو بې وزله ایالت دی، بلوڅ توکمه حکومت د مېرې په سلوک تورنوي.

دوی وايي، چې مرکزي حکومت دغه ایالت، په تېره بیا بلوڅو ته هېڅ پام نه کوي، خو له دغه ایالت ته حکومت د ټول هېواد لپاره تېل او ګاز ترلاسه کوي.

پاکستانیانو د خپلواکۍ ورځې لمانځلو پرمهال خوښۍ کولې.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، پاکستانیانو د خپلواکۍ ورځې لمانځلو پرمهال خوښۍ کولې.
اسلام اباد کې ښځینه پولیسو هم امنیت نیولی و

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، اسلام اباد کې ښځینه پولیسو هم امنیت نیولی و