
له پولیسو سره د مرستې په خاطر پوځ هم په دغو عملیاتو کې برخه واخیسته
په خيبر پښتونخوا کې پوليس چارواکي وايي د شنبې په ورځ پر باچا خان هوايي ډګر له برید یوه ورځ وروسته د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې پنځه وسله وال ووژل شول.
دوی وايي په بريد کې ټول لس تنه بريدگرو ونډه لرله چې پاتې پنځه يې د یکشنبې په ورځ (د ډیسمبر ۱۶مه) ووژل شول.
چارواکي وايي د شنبې په ماښام پر هوايي اډې له برید وروسته پنځه وسله وال له ښار نه بهر په یوه کور کې پټ شوي وو. پولیسو دغه کور معاصره کړ چې د وسله والو لخوا پرې ډزې پیل شوې.
له پولیسو سره د مرستې په خاطر پوځ هم په دغو عملیاتو کې برخه واخیسته او پر وسله والو يې ځوابي بریدونه پیل کړل.
د چارواکو په وینا د برید په دوهمه ورځ په ډزو کې پنځه وسله وال او یو پولیس وژل شوي دي. دغه راز دوه تنه پولیس ټپیان شوي چې روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

د خیبر پښتونخوا اطلاعاتو وزیر میان افتخار حسین وايي یو ترهګر ژوندی نیول شوی دی.
د پاکستان د ملي پوځ ویاند تورن جنرال عاصم بجوا وايي لومړنۍ پلټنې ښايي چې د یکشنبې په ورځ وژل شوي پنځه وسله وال ازبکان وو. هغه زیاته کړه چې په عملیاتو کې بل چاته زیان نه دی رسېدلی.
د شنبې په ورځ هم د وسله والو د برید په ځوابي ډزو کې پنځه تنه وسله وال ووژل شول.
چارواکي وايي د وسله والو په برید کې څلور ولسي وګړي ووژل شول او ۴۰ نور ټپیان دي.
د پېښور هوايي ډګر
د پېښور هوايي ډگر د ښار په داسې سيمه کې پروت دى چې شاوخوا يې د خلکو کورونه دي. يو لور يې قبايلو سيمو ته نژدې دى چې پخوا هم ترې د توغنديو گوزار شوى و.
د پېښور هوايي ډگر نړيوال دى او تر بريد وروسته ترې د الوتکو کښته پورته کېدل ځنډول شوي وو. خو دغه لړۍ د یکشنبې په ورځ بېرته پرانستل شوه.
دغه هوايي ډگر د پاکستان پوځ د خپلو پوځي الوتکو او چورلکو لپاره هم کاروي.












