
په دا وروستیو کې په پېښور کې دغه برید په پولیس افسرانو دریم دغه ډول لوی برید دی.
د خېبر پښتونخوا ایالت په مرکزي ښار پېښور کې نن( د چهار شنبې په سهار) ځانمرګی برید شوی، چې په کې د پولیس د یوه مشر او سرتېرو په ګډون پنځه کسان وژل شوي دي.
ځايي چارواکي وايي دغه برید په کېسه خوانۍ سیمه کې د پولیسو کابلۍ تهاڼه نومي مرکز ته څېرمه وشو. برید د پېښور د جنايي پولیسو په یوه افسر هلال حېدر خان شوی، چې د خپل دفتر لور ته روان و.
د خېبر پښتونخوا پولیسو له مرکز څخه يوه پولیس افسر محمد سلمان بي بي سي سره په خبرو کې وویل، چې په دې برید کې له پولیس افسر سره سره د هغه ډرېور، دوه لاروي او د هغه یو ساتونکی هم وژل شوي دي.
په دې برید کې تر اوسه پورې د ۲۴ کسانو د ټپی کېدو په اړه رپوټونه ورکړل شوي دي.
ټپی کسان لاروي او پولیس دي. د ځايي پولیس په خبره د وژل شوي افسر کور د پولیسو مرکز ته څېرمه موقعیت لري. د دوی په خبره د ځانمرګي برید ګر سر موندل شوی او د پېژندلو لپاره یې هڅه کیږي.
په دا وروستیو کې په پېښور کې دغه برید په پولیس افسرانو دریم دغه ډول لوی برید دی. له دې مخکې په متنیو سیمه کې پر یوه پوستې له برید وروسته برید ګرو د یوه پولیسو افسر سر پرې کړ او له ځان سره یې یووړ.
له هغې پېښې مخکې یو بل پولیس افسر عبدالکلام هم د سخت دریځو د برید ښکار شو. د همدې سیمې یو بل پولیس افسر رشید خان هم په دا وروستیو کې د موټر بم په یوه چاودنه کې ووژل شو.












