
راپورونه وايي برید کوونکو له تېښتې مخکې دوه پوځي ګاډي هم سوځولي دي.
د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د خیبر پښتونخوا پېښور کې په وسلو سمبالو اورپکو پر پولیسو برید کړی چې له کبله یې شپږ پولیس وژلي دي.
امنیتي سرچینو ویلي، چې برید د تېرې یکشنبې پر شپه د پېښور په متني سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې شوی دی.
راپورونه وايي چې برید څو ساعته دوام کړی دی.
د پاکستاني طالبانو یوې څانګې ددغه برید پړه منلې ده.
د سیمې د پولیسو یوه مشر نسیم حیات اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، چې په وژل شوو کې یو جګپوړی افسر خورشید خان هم دی.
وايي چې برید کوونکو پوستې ته اور اچولی او له پسې سپکولو مخکې یې د پولیسو درې ګاډي هم سېځلي دي.
باور کېږي چې خورشید خان په دې وروستیو میاشتو کې د اورپکو په بریدونو کې درېیم جګپوړی پوځي افسر دی چې وژل کېږي.
خو اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د یوه پاکستاني چارواکي له خولې ویلي، چې برید کوونکو له دوو کسانو سرونه هم غوڅ کړي دي.
په اسلام اباد کې د بي بي سي یو خبریال وايي، په برید کې ۱۲ نور کسان سخت ژوبل شوي دي.












