د خیبر پښتونخوا په بونېر کې د یوه ځانمرګي برید له امله لږ ترلږه پنځه تنه وژل شوي دي.
د طالبانو ضد سیمه ییزو ملېشو قومندان فتح خان هم په وژل شویو کې دی.
فتح خان په بونېر کې د موټر په وسیلې سفر کاوه چې پر یوه موټرسایکل سپاره ځانمرګي له خوا برید پرې وشو.
دا له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په دغې سیمې کې درېیم ورته برید دی چې پر حکومت پلوه ملېشو کېږي.












