
د پېښور هوايي ډگر د ښار په داسې سيمه کې پروت دى چې شاوخوا يې د خلکو کورونه دي.
بريد د شنبې يا خالي په ورځ ( د دسمبر ١٥) ماښام ناوخته د توغنديو په پرله پسې گوزارونو پيل شو.
د پېښور د پوليسو مشر خالد همداني بي بي سي ته وويل د دۀ د لومړنيو رپوټونو ترمخه درې توغندي پر هوايي ډگر وتوغول شول.
لومړنيو رپوټونو د نهو کسانو د وژنې او تر ٤٠ پورې د نورو د ټپي کېدا خبره کوله.
د خالد همداني په وينا دغو توغنديو د هوايي ډگر دېوالونه ونړول.
نورو چارواکو رسنيو ته ويلي چې د توغنديو له بريدونو وروسته وسله والو له دوو غاړو پر هوايي ډگر بريد وکړ.
رسنيو د يوۀ ځايي چارواکي له خولې ويلي چې وار د مخه د يوۀ نيول شوي کس په پلټنو کې ورته جوته شوې وه چې په پېښور هوايي ډگر بريد کېدونکى دى.
په همدې دليل د پاکستاني چارواکو په وينا وارد مخه امنيتي گامونه اخيستل شوي وو.
چارواکي وايي ځينې توغندي پر استوگن ځايونو هم لوېدلي دي چې ځاني تاوان يې اړولى دى.
د پېښور هوايي ډگر د ښار په داسې سيمه کې پروت دى چې شاوخوا يې د خلکو کورونه دي.
يو لور يې د قبايلو سيمو ته نژدې دى چې پخوا هم ترې د توغنديو گوزار شوى و.
د پېښور هوايي ډگر نړيوال دى او تر بريد وروسته ترې د الوتکو کښته پورته کېدل ځنډول شوي دي.
دغه هوايي ډگر د پاکستان پوځ د خپلو پوځي الوتکو او چورلکو لپاره هم کاروي.
پاکستاني رسنيو د پوځي چارواکو دا ادعا خپره کړې چې گواکې د دوى سامان الاتو ته کوم تاوان نه دى اوښتى.
ځينو رپوټونو دا هم ويل چې بريد کوونکي وروسته هوايي ډگر ته نژدې يوۀ کور ته ننوتي و او له هغه ځايه يې ډزې کولې.
چارواکي وايي حالات کابو شوي دي خو د هوايي ډگر شاوخوا سړکونه پوليسو او امنيتي چارواکو تړلي دي.












