
بس د ایران له تافتان نه کوټې ته پر لاره و چې چاودنه پرې وشوه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د شیعه زیارت کوونکو په بس د بمي برید په پایله کې درې تنه ووژل شول او نهه تنه نور ټپیان شول.
د برتانوي خبري اژانس رویټرز په رپوټ کې ویل شوي، چې دغه بس د ایران څخه کوټې ته ستنېده چې په مستونګ سیمه کې يي پرې چاودنه وشوه.
د ځايي پولیس په وینا دغه پېښه د ایالت له مرکزي ښار کوټې څخه پنځه وېشت کیلومتره لرې په سویل کې رامنځ ته شوه.
د ځايي چارواکو په خبره دوی تحقیقات پیل کړي، چې معلومه کړي چاودنه بمي وه او که دا یو ځانمرګی برید و.
په چاودنه کې د امنیتي ځواکونو درې تنه هم ټپیان شوي دي، چې د بس د ساتنې لپاره په بل ګاډي کې د بس تر څنګ روان و. په بلوچستان کې له دې مخکې هم په اهل تشیع وګړو ورته بریدونه شوي دي.
له دې مخکې د کوټې تافتان تر منځ د غځېدلي سړک په اوږدو کې له کوټې څخه ایران ته په تلونکو او یا هم له هغه ځايه په بېرته ستنېدونکو شیعه ګانو دغه ډول بریدونه شوي دي.
د دغه ډول اکثر بریدونو مسوولیت د لشکر جهنګوي نومي توند لارې ډلې منلی دی. په دې سربېره په کوټه ښار کې هم په ځايي شیعه مسلکه اوسېدونکو وسله وال بریدونه شوي دي.












