په پاکستان کې يو لوړپوړی پوليس افسر چې په بلوچستان کې د فرقه يي وژنو د څېړنو لپاره دغې صوبې ته ورغلی په ډزو وژل شوی دی.
جميل کاکړ هغه مهال په موټرسايکل سپرو ټوپک والاوو په ډزو وواژه چې په خپل موټر کې په مرکز کوټه کې روان وو.
ده هغه دوسيې څېړلې چې په هغه کې د ادعا له مخې سني تندلارو شيعه وګړي په نښه کړي دي.
ګومان دا دی چې په پاکستان کې تېر کال د هدفي وژنو په ترڅ کې له درې سوو زيات شيعه وګړي په ډزو وژل شوي دي.












