د کوټې کراچۍ ترمنځ لار کې د بس غورځېدو پېښې ۴۱ کسان وژلي

دا بس چې له کوټې کراچۍ ته پر لار و، لسبیلې سیمې ته نږدې په یوه ژوره کنده کې غورځېدلی. رپوټونه وايي، تر دې دمه د پېښې له ځایه لږ تر لږه ۴۱ مړي ویستل شوې او ۴ ټپيان په سخت ټپي حالت تر روغتونه رسول شوي دي.

سیمه ییزو چارواکو ویلي، له پېښې وروسته بس اور واخیست او پکې سپارو ټولو خلکو ته زیان رسېدلی.

په پاکستان کې مرستندویه ایدهي بنسټ وايي، د پېښې ځای ته مرسته رسوونکي او ژغورونکي ټيمونه رسېدلي دي.

د لسبیلې ولسوالۍ یوه مسول اسرار عمراني بي بي سي ته وویل چې په دې پېښه کې وژل شوي د سوځيدو له کبله نه پېژندل کېږي او د ډي اېن اې له لارې یې د پيژندلو هڅه کېږي. هغه ویلي د دې لپاره اکثره مړي کراچۍ ته لېږدول شوې دي.

په دغې پېښه کې دا لوی مسافر وړونکی موټر تر څو مېټرو کولېدلی او د اور په لمبو کې په بشپړ ډول سوځېدلی دی.

د دغه بس په اړه ویل کیږي چې د یوې شخصي کمپنۍ و او تېر ماښام له کوټې کراچۍ ته وتلی و. دا پېښه له کراچۍ ۲۰۰ کیلومتره لېرې شمال خوا په ار سي ډي نومي سړک شوې.

ویل کېږي، هغه سیمه کې چې دا پېښه شوې، سړک خورا تنګ دی چې له کبله یې د همدې لسبیلې او کراچۍ تر منځ پر دغه سړک ترافیکي پېښې خورا ډېرې شوې دي. آن ځينو خلک دې سړک ته د وینلړلي سړک نوم هم کاروي.