تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کینیا کې د وژل شوي پاکستاني خبریال جنازه د اسلام اباد فیصل جومات کې وشوه
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
په کینیا کې د وژل شوي خبریال ارشد شریف د جنازې مراسم د اسلام اباد په فیصل جومات کې ترسره شوي او ورسته ددغه ښار د ایچ الیون په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.
ښاغلی شریف د تېري یکشنبې شپه د کینیا له پلازمېنې سره څېرمه د پولیسو په ډزو کې وژل شوی وو، چې وژنې يې په پاکستان کې ځکه ډېرې پوښتنې راولاړې کړې چې نوموړی د اخطارونه له امله له پاکستانه تللی وو.
له تېرو څو ورځو راهیسې د یاد خبریال وژنې په پاکستان کې ځکه هم تاوده بحثونه راپارولي، چې ډېری يې د کینیا پولیسو له لوري د هغه د وژنې تر شا پلان جوړوونکي د پاکستان پوځ او استخبارات بولي.
دغه تورونه دومره ډېر شوو، چې نن سه شنبه د یاد هیواد د استخباراتي شبکې ای ایس ای مشر جنرال ندیم انجم د پوځ له ویاند بابر افتخار سره په یوه ګډه خبري غونډه کې راڅرګند شو او غوښتنه يې وکړه، چې باید د وژل شوي خبریال د وژنې خپلواکې پلټنې وشي.
له دې سره چې د پاکستان په تاریخ لومړی ځل د ای ایس ای مشر خبري غونډه کوي، د لامل یا مجبورۍ په هکله د یوه خبریال د پوښتنې ځواب کې ښاغلي انجم وویل، مجبوري ورته ویلی شئ.
"د مجبورۍ توری تاسو سم وکاراوو، ځکه چې زما خپله خوښه وه، چې ما به رسنیو کې ان عکس هم نه خپراوو. نن ځکه راڅرګند شوم چې دروغ دومره ډېر وو، چې ان ځوانان دا رښتیا ګڼي".
د ای ایس ای مشر په دې خبري غونډه کې وویل، خبري غونډې ته د شخصي نیوکو له امله نه دی راغلی، بلکې دده په خبره د ادارې او قام له امله مجبوره شو، چې خبري غونډه وکړي. ؛زه باید ووایم چې زما د ذات له امله زه نه یم مجبوره شوی، کله چې ما وکتل چې له دې دروغو زموږ په شبکه او هیواد کې د فتنې او فساد وېره ده او هغه ځکه چې دروغ دروغ نه ګڼل کېږي ؛.
د ای ایس ای له مشر جنرال ندیم انجم سره په دې خبري غونډه کې د پوځ ویاند بابر افتخار هم وو، چې په خپلو خبرو کې يې د پخواني لومړي وزیر عمران خان ګوند په دې تورن کړ، چې دده په خبره خبریال ارشد شریف ته يې د دروغو بیانیه ورکړه او د ځان ملګری يې کړ.
ښاغلي بابر په دې خبري غونډه کې تور پورې کړ، وژل شوي خبریال ارشد شریف ته اخطار د خیبرپښتونخوا د اعلی وزیر محمود خان په امر ورکړل شوی وو او زیاته يې کړه، ددې اخطار په هکله له امیني اورګانونو او حکومت سره لاهم هیڅ مالومات نه دي شوي.
"په پنځم اګست ۲۰۲۲ د خیبرپښتونخوا حکومت له لوري د اې ار وای ټلویزیون د خبریال ارشد شریف په هکله د اخطار خبراوی خپور شو، چې زموږ د مالوماتو له مخې د خیبرپښتونخوا د اعلی وزیر محمود خان په خاص امر جاري شوی وو، چې پکښې ویل شوی وو پاکستاني طالبانو د افغانستان په سپين بولدک کې په یوه غونډه کې پلان جوړ کړی، چې څه ډول باید خبریال ارشد شریف په راولپينډۍ یا اسلام اباد کې هدف کړو.
ددې اخطار په هکله بیا وروسته له مرکزي حکومت او امنيتي ادارو سره هیڅ ډول مالومات شریک نه شوو، چې څنګه او چا د پښتونخوا حکومت ته دغه مالومات ورکړل. له دې دا څرګندېږي، چې اخطار د همدې پلان له مخې جاري شوی وو، چې خبریال ارشد شریف په پاکستان پرېښودلو قانع کړي".
پاکستانی خبریال ارشد شریف چې له تېرو څو کلونو راهیسې يې د یاد هیواد له یوه شخصي ټلویزیون اې ار وای سره د خبریال په حیث کار کاوه، له مودې راهیسې د پاکستان پوځ او استخباراتو ته نيژدې بلل کېده، خو د روان کال په اپريل میاشت کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان د حکومت تر نسکورېدو وروسته يې پر پوځ نیوکې زیاتې کړې او د روان کال په اګست میاشت کې يې پاکستان پرېښود او دوبۍ ته