کرېکټ؛ د افغانستان او پاکستان له لوبې وروسته پېښور کې هوايي ډزو ۳ کسان وژلي

د خیبر پښتونخوا مرکزي ښار پېښور په بېلابېلو سیمو کې تېره شپه د افغانستان پر وړاندې د پاکستان کرېکټ لوبډلې له بریا وروسته هوايي ډزو کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي، چې ښځې هم پکې شته.

د پاکستان ځايي رسنیو رپوټونو له مخې له هغه وروسته چې پاکستان لوبډلې په شارجه کې د اسیا جام کرېکټ سیالیو په سوپر فور پړاو کې افغانستان ته ماتې ورکړه، د پېښور ښار په دله زاک روډ، کوټله محسن خان او نوتیه سیمو کې ځینې کسانو د خوښۍ څرګندونې په پار هوايي ډزې وکړې، چې له کبله یې مرګژوبله اوښتې.

د پاکستان جنګ ورځپاڼې په رپوټ کې د ځايي پولیسو له قوله ویل شوي، پولیسو دې لړ کې د ښار له بېلا بېلو سیمو ۴۱ کسان نیولي دي.

د پاکستان د دنیا نیوز خبري شبکې په رپوټ کې د یوه وژل شوي کس سعدي د ورور له قوله ادعا شوې، چې کشر ورور او د هغه ملګری خیام د نیاز علي نومي کس لخوا په هوايي ډزو کې وژل شوي، چې د خیام پلار دی.

پولیس وايي، د یو شمېر هغو کسانو پر ضد یې قضیې ثبت کړې دي، چې هوايي ډزې یې کړې.

د یادونې ده، چې تېره ورځ د افغانستان او پاکستان تر منځ له لوبې وروسته پر خواله رسنیو هم په خورا پراخه کچه غوغا جوړه شوه.

په خواله رسنیو داسې ناتایید شوي ویډیويي کلیپونه هم لاس په لاس شول، چې په لوبغالي کې دننه او شاوخوا کې یې ځینې نندارچیان پر یوه بل د څوکیو او کوتکو ګوزارونه کوي.

د لوبې پر مهال د پاکستان اصف علي او افغان لوبغاړي فرید احمد تر منځ لفظي شخړې د لوبې له میدانه بهر خواله رسنیو کې هم انعکاس وموند او ان ځینې مشهور کسان هم د اعتراضونو، پېغورونو او ملامتولو په دې ناندریزو بحثونو کې ښکېل شول.

خو یو شمېر نورو بیا له ټولو د زغم غوښتنه کوله او د لوبې له مینه والو ته یې د سپورتي اخلاقو مراعتولو توصیه کوله.