سوات ته د طالبانو ستنېدلو رپوټونه؛ ایا رښتیا حکومت ځینې سیمې ورته سپاري؟

    • Author, عزیزالله خان
    • دنده, بي بي سي

که یو لور ته د خیبر پښتونخوا سوات سیمې ته بیا د پاکستاني طالبانو ستنېدو رپوټونو ځايي خلکو کې وېره - تره خپره کړې، نو د سوات په مټه کې هغه ډله چې ځان طالبان بولي وايي، له حکومت سره له مذاکراتو وروسته خپلو سیمو ته د ستنېدو اجازه ورکړل شوې.

د صوبايي حکومت یو ویاند بیا دا ادعا ردوي او په خبره یې یوازې د اوربند په هکله خبره شوې، چې د عملي کېدو هڅې یې روانې دي.

خو دې لړ کې د سوات په مټه سیمه کې یوې تازه پېښې اندېښنې ډېرې کړې.

په ځینو رپوټونو کې ویل شوي وو، چې د دوشنبې پر شپه نامعلومو کسانو د چپړیال سیمې پر پولیسو مرکز نامعلومو کسانو برید کړی، خو ځايي پولیسو په وینا یوازې د ډزو تبادله شوې، خو پر مرکز یې برید نه دی شوی.

د ځايي خلکو په وینا په دې پېښه کې د پولیسو یو افسر له ټپي کېدو وروسته وسله والو له ځان سره بیولی، چې وروسته د جرګې په منځګړیتوب خوشی شوی دی.

ځايي پولیسو بیا په یوه اعلامیه کې وویل چې د مټې سیمې پولیس افسر پیر سید خان له ځواک سره ګزمه کوله، چې د وسله والو په ډ‌زو کې ټپي شو، خو د ځوابي برید پایله کې وسله وال وتښتېدل او ټپي شوی افسر سیدو شریف روغتون ته ولېږدول شو.

د پولیسو له اعلامیې وروسته وسله والو طالبانو یوه ویډیو خپره کړه، چې د پاکستاني پوځ دوو برمته شویو افسرانو تر څنګ ټپي شوی پولیس افسر هم پکې لیدل کېږي.

په دې ویډیو کې وسله وال له پولیس افسره پوښتنې ګروېږنې کوي. د سوات یو ځایي خبریال شهزاد عالم وايي، پولیس افسر ته یې زنګ وواهه، خو ټیلیفون یې طالبانو ځواب کړ او ورته یې وویل، چې

پولیس افسر ټپي شوی، وروسته ورسره خبرې کولای شي، د دوی مشران له حکومت سره مذاکرات کوي او دوی ته اجازه ورکړل شوې، چې خپلو سیمو ته ستانه شي.

د خبریال په وینا طالبانو ورته وویل، چې دوی پر پولیس مرکز برید نه دی کړی، بلکې امنیتي ځواکونه غرونو ته په دوی پسې په داسې حال کې ورغلي چې مشران یې له حکومت سره مذاکرات کوي.

د یرغمل شویو کسانو ویډیو کې څه و؟

د سوات پولیسو یوه لوړ پوړي افسر ارشد خان بي بي سي ته وویل، هیڅ وسله والې ډلې ته په سیمه کې د اوسېدو اجازه نه ورکوي، خو ځايی خبریال فیاض ظفر وايي، میاشت کېږي چې په غرنۍ سیمه کې د طالبانو وسله والو د شتون خبرې کېدې، پر خواله رسنیو یې تصویرونه لاس په لاس کېدل، چارواکو په دې هکله هېڅ نه ویل، خو له دې پېښې وروسته اندېښنې ډېرې شوې دي.

د یادونې ده، چې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف هم تېره ورځ په یوه ټلویزیوني مرکه کې ویلي، د سوات پېښه نه یوازې د خیبر پښتونخوا لپاره، بلکې د ټولې سیمې لپاره اندېښمنونکې ده.

رپوټونو کې ویل شوي، په افغانستان کې له پاکستاني طالبانو سره مذاکراتو کې خپلو سیمو ته د طالبانو ستنېدو موضوع هم شامله ده، خو د سرچینو په وینا د پاکستان حکومت شرط دا دی چې دا کسان به له وسلو پرته خپلو سیمو ته ستنېږي او له قانون سره سم به عادي ژوند کوي.

د خیبر پښتونخوا حکومت ویاند بېرسټر سیف بیا له بي بي سي سره خبرو کې وویل، ځايي خلکو شکایت کړی، چې په سیمه کې د طالبانو په نامه فعالیتونه روان دي.

نوموړی وايي، دوی نه پوهېږي چې دا رښتیا پاکستاني طالبان دي، د داعش اړوند کسان دي، که د غلو - غدۍ دي چې د طالبانو نوم کاروي. نوموړی زیاتوي ''داسې ډلې شته چې نه غواړي د طالبانو او حکومت مذاکرات ناکام شي. ''

نوموړی زیاتوي په مذاکراتو کې داسې څه نه دي ویل شوي، چې دا کسان له وسلو سره خپلو سیمو ته تلای شي او طالبانو هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې که د دوی په نامه څوک باج اخلي، دوی ته دې خبر ورکړل شی. د یادونې ده، چې بېرسټر سیف د طالبانو او حکومت په مذاکراتو کې ګډون درلود او د پلاوي برخه و.