د پاکستان بریدونو ته غبرګون؛ بنو کې د مداخېل وزیرو پرلت درېمه ورځ هم دوام وکړ

پرلت

د عکس سرچینه، Social Media

د پښتونخوا بنو ښار کې د مداخیل وزیر قبیلې له لوري د افغانستان پر خوست او کونړ د پاکستاني بریدونو پر ضد پیل شوي پرلت نن پر درېمه ورځ هم دوام درلود.

دوی غوښتنه کوي چې د دې پېښې پلټنه دې وشي.

پښتون ژغورنې غورځنګ هم د دغه پرلت چې د وزیرستان د مداخيل وګړیو له لوري پیل شوی ملاتړ کړی او تېره شپه د دغه غورځنګ بنسټګر منظورپښتین دې پرلت کې ګډون او وینا هم کړې وه.

ښاغلي پښتین د پاکستان له نوي لومړي وزیر شهباز شریف او د هغه له حکومت وغوښتل، چې د دې پېښې پلټنه دې وکړي او ودې ښيي چې حکومت یې یو خپلواک دی.

هغه وویل: "موږ له نوي جوړ شوي حکومت غوښتنه کوو، له هغه حکومته چې ادعا کوي موږ خپلواکه یو او د جرنېلانو له لاسوهنې پرته هره پرېکړه کولی شو. که چېري رښتیا همداسې وي، نو ښاغلی شهباز شریف صاحب بیا د دې ثابتولو لپاره همدا پرلت تاسو ته دا موقع درکوي، چې د دې پرلت غږ واروه او په څلېرويشت ساعته کې يې پرېکړه وکړه".

ښاغلي پښتین په دې وینا کې زیاته کړه، چې دغه پرلتوال د انصاف او پلټنو غوښتنه کوي او بیا يې هم پر لومړي وزیر غږ وکړ چې "که په رښتیا د ولس لومړی وزیر یاست، نو د دې ولس غږ واورئ او په حق کې يې پرېکړه وکړئ."

پرلت

د عکس سرچینه، Social media

په بنو کې د مداخیلو له لوري دغه پرلت ځکه پیل شوی، چې د دوی په خبره د خوست او کونړ د بریدونو ډېر قربانیان د مداخيلو وګړي او ګواکې ټول بې ګناه خلک دي.

دغه بریدونه د تېرې شنبې ورځې سهار وختي وشول چې ویل کېږي د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۴۰ ډېر کسان پکې وژل شوي دي.

د طالبانو حکومت یې غبرګون کې پر همدې ورځ کابل کې د پاکستان استازی منصور احمد خان احضار کړ.

خو پر سبا یې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له لوري خپاره شوي بیان کې تور پورې شوی وو، چې د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کارول کېږي.