انصار الاسلام؛ د جعمیت علمای اسلام (ف) د رضاکارو ډله که شخصي ملېشه؟

د پاکستان کورنیو چارو وزیر شیخ رشد احمد د جمعې پر سهار یو ځل بیا ادعا وکړه چې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام "انصار الاسلام" ډله یوه "شخصي ملېشه" ده.

هغه دا هم وویل چې که هر څوک د دې ملېشې جامو کې اسلام اباد ته ورشي، نو نه پرېښودل کېږي.

شیخ رشید یوه خبري کنفرانس ته خبرو کې زیاته کړه چې "قانون هېچا ته د شخصي ملېشو ساتلو اجازه نه ورکوي."

د یادونې ده چې پاکستاني پولیسو تېره ورځ اسلام اباد کې د دغه هېواد پارلمان کې د جمعیت علمای اسلام د یوه غړي له کوره د انصار الاسلام ۱۹ غړي په دې نوم ونیول چې ګوندې دا ډله په ۲۰۱۹ کال کې غیرقانوني اعلان شوې ده.

خو دغه کسان د جمعې پر سهار بېرته خوشې شول.

انصار الاسلام څه شی دی؟ څه ډول فعالیت کوي؟ څومره غړي لري؟ او دا چې د نورو سیاسي ګوندونو له رضاکاره ډلو سره څومره توپیر لري؟

په دې رپوټ کې مو همدغو پوښتنو ته د ځواب موندلو هڅه کړي.

د سیاسي ګوندونو رضاکاره څانګې

شنونکي عامر رانا د بي بي سي له عزیز الله خان سره خبرو کې ویلي چې سیاسي ګوندونه معمولآ د انصارالاسلام په څېر د رضاکاو څانګې لري. نوموړی وايي د دغو څانګو بنسټیزه موخه د ګوند د مشرتابه او د ګوند لخوا د جوړېدونکو غونډو او جلسو خوندیتوب وي.

خو د نورو سیاسي ګوندونو له رضاکارو څانګو سره د انصار الاسلام توپیر دا دی چې یو ځانګړی یونیفورم ورکړ شوی.

ښاغلی رانا وايي یوازې د یونیفورم پر بنسټ څوک ملېشه نه شي بلل کېدای. هغه زیاتوي چې انصار الاسلام له تاریخي اړخه د جمعیت علمای اسلام له خاکسار تحریک یا تحریک الاحرار اغېزمن دی.

هغه پر دې ډلې د بندیزونو د مشروعیت په اړه د پوښتنې ځواب کې وویل، قانون د هغو ګوندونو د غېرقانوني اعلانېدو ویلي چې توند، پاروونکي، او کرکجن بیانونه ورکوي یا د حکومت خلاف ګام اخلي - خو د رضاکاره تنظیمونو په اړه وضاحت نشته.

عامر رانا وايي "دا ډول رضاکار له هر ګوند او ادارې سره مله وي او خصوصي امنیت ساتونکي بلل کېدای شي."

هغه زیاتوي "کله چې د هند نیمه وچه کې ځینو سیاسي او مذهبي ګوندونو سر راپورته کړ، نو له دې کبله چې پر بریتانوي امنیت ساتونکو یې باور نه و، نو داسې رضاکاران به یې ساتل."

د نوموړي په وینا اوس یوازې پاکستان نه، بلکې هند کې هم همداسې رضاکاره ډلې موجودې دي.

انصار الاسلام څه وخت رامنځته شو؟

کله چې په ۲۰۱۹ کال پر انصار الاسلام ډلې بندیز ولګېد نو هغه مهال د مولانا فضل الرحمن د جمعیت علمای اسلام ګوند یوه مخکښ مشر مولانا عبدالغفور حیدري بي بي سي ته ویلي و، چې د رضاکارانو دا ډله د جمعیت علمای اسلام د جوړېدو پر مهال رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړې وه چې "د جمعیت علمای اسلام (ف) په اساسنامه کې د انصار الاسلام په نوم یوه ځانګړې څانګه ده." د نوموړي په وینا دا ډله د جمعیت علمای اسلام له خوا د جوړېدونکو غونډو، جلسو، کنفرانسونو او نورو مراسمو د امنیت ساتلو چاره مخ ته وړي.

هغه وايي د ضلعې په کچه د داسې جلسو د جوړېدو پر مهال له ۱۰۰ ډېر رضاکاران نه وي، خو په ایالتي کچه یې شمېر له ۵۰۰ - زر او د هېواد په کچه د جوړېدونکو جلسو د امنیت ساتلو لپاره لس زره تنو ته رسېږي.

ښاغلي حیدري دا هم وايي چې د جمعیت علمای اسلام اساسنامه د پاکستان له ټاکنو کمېسیون سره ثبت ده - چې له مخې یې انصار لاسلام یو قانوني تنظیم دی.

انصار اسلام څومره غړي لري؟

د پاکستان کورنیو چارو وزارت په ۲۰۱۹ کال پر انصار الاسلام د بندیزونو لګولو پر مهال ادعا کړې وه چې دا ډله د پاکستان لروبر شاوخوا ۸۰ زره کسان لري او ګواکې ځینو غړو یې له امنیتي ځواکونو سره د مقابلې لپاره پېښور کې تمرینونه هم کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې عبدالغفور حیدري بیا وايي چې انصار الاسلام ثبت شوي غړي نه لري، بلکې مرکزي، ایالتي او د ضلعو او تحصیلونو مشرانو د جلسو حجم ته په کتو په هماغه اندازه کسانو ته د نظم او امنیت ساتلو دنده سپاري.

هغه وايي دغه کسان ښه په پوره غور غوره کېږي چې ورانکاري پکې ځای نه شي.

د رضاکارانو ځانګړنې او پېژندګلوی

د جمعیت علمای اسلام اساسنامې ۲۶مه ماده وايي هر 'لمانځه ته پابند، مستعد او باهمته' مسلمان چې د جمعیت علمای اسلام غړی وي، د انصار الاسلام غړی کېدای شي.

دغه رضاکاران خړ رنګه جامې اغوندي چې کمیس یې دوه جېبونه لري.

د دوی په جامو یوه ټاپه هم لګېدلې وي، چې د رضاکار دنده او ډله ترې مالومېدای شي.

د جمعیت اساسنامه وايي که کوم رضاکار په ورسپارل شویو دندو کې ناغېړي وکړي، نو مشر یې دنده ځنډولی شي.

د پاکستان امنیتي ادارې څه وايي؟

خو د پاکستان کورنیو چارو وزارت وايي دې وروستیو کې ګڼې داسې ویډیوګانې کښته پورته کېږي چې د دغه ځواک د غړو لاسونو کې پر اغزن تار پوښلي ډانګې او کوتکونه پکې لیدل کېږي.

امنیتي ادارې داسې انګېري چې ګوندې دغو رضاکارانو یې ننګولو ته مټې رانغښتي.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي د دوی شواهد ښيي چې انصار الاسلام یوې پوځي ډلګۍ ته ورته فعالیت کوي.

په دغه بیان کې زیاته شوې چې دا ډله د هېواد سوله او ثبات له رښتیني خطر سره مخامخولی شي.