د جمعیت علمای اسلام ګوند له څلورو مشرانو د ګوند غړیتوب اخیستل شوی

د پاکستان جمعیت علماي اسلام ګوند 'فضل الرحمان ' له څلورو مهمو ګوندي مشرانو د ګوند غړیتوب اخیستی دی. پر ایستل شویو کسانو د ګوند له پالیسي، پرېکړو او منشوره د سر غړونې تورونه لګول شوي دي.

د ګوند ویاند محمد اسلم غوري بي بي سي ته وویل، له ګونده په ایستل شویو مشرانو کې له بلوچستانه مولانا محمد خان شیرانی، حافظ حسین احمد او له خیبر پښتونخوا ایالته مولانا ګل نصیب خان او مولانا شجاع الملک شامل دي.

ټولو ایستل شويو مشرانو په ګوند کې مهم حیثیت درلود او پارلمان کې یې د ګوند استازیتوب کړی دی.

دغه مشران په خپلو سیمو کې اوس هم د مدرسو مشري کوي.

حافظ حسین احمد د ګوند ویندويي هم کړې ده.

مولانا محمد خان شیراني د بلوچستان لپاره د ګوند مشري کړې او د پاکستان اسلامي نظریاتي شورا مشر هم و.

مولانا ګل نصیب د خیبر پښتونخوا لپاره د ګوند مشر پاتې شوی او د پاکستان سنا مجلس غړیتوب یې هم درلود.

مولانا شجاع الملک د ګوند ایالتي عمومي منشي و او د پاکستان په ملي اسامبلۍ کې د ګوند استازیتوب کړی دی.

له بي بي سي سره خبرو کې دې مشرانو ویلي، دوی ته له مخکې هېڅ نه دي ویل شوي. دوی د ګوند له مشرتابه سره پر خپل اختلاف هم غږېدلي دي.

بل لور ته د جمعې پر ورځ د ګوند ویاند رسنیو ته وویل، چې له ګونده د دې مشرانو ایستلو پرېکړه د ګوند مرکزي شورا انظباطي کمېټې کړې ده.

کمېټې دا هم ویلي، چې د دې کسانو څرګندونوې او نظر به له دې وروسته په ګوند پورې هېڅ تړاو نه لري.

د ګوند ویاند په خبره، د پرېکړې کاپیانې ایستل شویو کسانو ته استول شوې وې او که کوم مشر سپیناوی کوي او بښنه غواړي، په وینا یې دغه کېمټه یې د غړیتوب بېرته منلو واک لري.

حافظ حسین احمد له ۱۹۸۸ راهیسې څلور ځله د پاکستان ملي اسمبلۍ غړیتوب تر لاسه کړی دی.

نوموړی وايي، له ۱۹۷۳ راهیسې د ګوند غړی دی، چې د یاد ګوند مشرتوب د مولانا فضل الرحمان د پلار مفتي محمود په لاس کې و.

د نوموړي په وینا مولانا فضل الرحمان په ۱۹۸۰ کال کې د ګوند غړی شو.

نوموړی زیاتوي هغسې چې د ۱۱ ګوندونو ایتلاف (پي ډي ایم) د شفافو ټاکنو غوښتنه کوي، هماغسې باید په ګوند کې دننه هم ټاکنې تر سره شي او باید د ګوند چارې په میراثي ډول ترسره نه شي.

نوموړی ادعا کوي، چې د ګوند زرګونه پخواني غړي اختلاف لري، خو په وینا یې د ګوند بقا په خاطر پټه خوله دي.

نوموړی زیاتوي، موږ داسې پوښتنې راپورته کولې چې ولې د یو بل چا په خوله تحریک پیل کړو او یو داسې تحریک چې د پرېکړو وېټو کولو حق یې بلاول بوټو سره وي او نوازشریف د ناروغۍ په پلمه تر ۱۱ میاشتو پورې پټه خوله دی، نو داسې حال کې خو پوښتنې راپیدا کېږي.

د ګوند ویاند اسلم غوري بیا دا تورونه ردوي.

نوموړی وايي، د ګوند مرکزي شورا لخوا جوړې شوې کمېټې دغه کسان ایستلي او د کمېټې ۷ تنو غړیو له پرېکړې مخکې له دې مشرانو سره لیدلي دي، چې له حافظ حسین احمد سره یې یوه ټوله ورځ تېره کړه.

د نوموړي په وینا مولانا محمدخان شیراني د کمېټې غړو ته د لیدو لپاره له وخت ورکولو ډډه وکړه.

خبریال سلیم صافي پر دې موضوع بي بي سي ته وویل، دا ټول کسان د ګوند مهم غړي وو، د هېواد د بېلا بېلو برخو اوسېدونکي دي، خو په خبره یې دوی ټول اوس داسې عمر ته رسېدلي چې د ګوند لپاره په ولسي کچه لویه ستونزه نه شي رامنځته کولای.

د ایستل شویو مشرانو له لوري د ادعا شویو موضوعاتو په هکله ښاغلی صافی وايي، په جي یو ای ګوند کې د انتخاب تګلاره له پیله همداسې وه، خو اوس په دې هکله اختلاف او تورونو ته ښايي ځکه د شک په نظر وکتل شي، ځکه په وینا یې خلک به ګومان وکړي، دوی هغه چا هڅولي چې د مولانا فضل الرحمان مخالف دي.