پاکستاني پولیس مذهب ته په سپکاوي مخکېنی تورن په ساتول وژلی

پاکستان کې یوه پولیس یو سړی دین ته د مخکېني سپکاوي په تور په ساتول وژلی دی.‌ محکمې تورن وقاص احمد په ۲۰۱۶ کال کې بې ګنا ثابت کړی و.

پر دغه سړي تور و چې پر فېسبوک یې دین ته له سپکاوي ډکې څرګندونې لیکلې دي.

څه پېښ شول؟

پولیس چې نوم یې عبدالقادر ښودل شوی، د جمعې په ورځ ناوخته د پنجاب ایالت رحیم یار خان ښار کې پر تورن په ساتول برید کړی او وژلی یې دی.

د پنجاب د پولیسو یوه مشر رانا محمد اشرف فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي، یاد پولیس "له ۲۰۱۶ کال راهیسې د اسلام پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته د مشکوک سپکاوي له کبله د تورن د وژلو په هڅه کې و."

د پولیسو یوه ویاند احمد نواز ویلي، د وژل شوي سړي ورور هم په برید کې ټپي شوی دی.

نواز وايي، "پولیس (قاتل) پخپله خوښه ځان پولیسو ته سپارلی دی".

د پولیسو په وینا، بریدګر او دوه نور قربانیان د یوه کلي او د یوې قبیلې دي او اوس دوی دا څېړي چې ایا د دوی ترمنځ خو به کومه شخصي دوښمني نه وه.

پاکستان کې مذهب ته د سپکاوي قانون

پاکستان کې مذهب ته د سپکاوي قانون یوه ډېره حساسه مسله ده، که یو څوک اسلام یا کوم بل لوی اسلامي شخصیت ته سپکاوی وکړي، نو د قانون له مخې یې سزا ان تر اعدامه رسېدلی شي.

په دې هېواد کې مذهب ته د سپکاوي د تورونو او پېښو له کبله لوی او له غوسې ډک لاریونونه هم شوي.

که څه هم پاکستان کې قانون مذهب ته د سپکاوي لپاره سزا اعدام ټاکلې ده، خو تر اوسه هېڅ کوم تورن کس نه دی اعدام شوی، مګر مذهب ته د سپکاوي لسګونه تورن کسان د نورو خلکو په لاس وژل شوي دي.

تېر کال، مذهب ته په سپکاوي تورنه اسیه بي بي تر لسو کلونو ډېر بند وروسته له پاکستان ووتله، خو محکمې بې ګناه ثابته کړې وه.

د پاکستان د جزا قانون له مخې، هرڅوک چې د اسلام پیغمبر حضرت محمد (ص) ته په سپکاوي تورن شي، په اعدام محکومېدای شي او هرڅوک چې "کوم دین" ته په سپکاوي تورن شي، نو تر ۱۰ کلونو بندي کېدای شي.

ګوتنیوونکي وايي، له دغو قوانینو پر مذهبي لږکیو د فشار او په ناعادلانه ډول د دوی په نښه کولو لپاره ګټه اخیستل کېږي.

د "ټولنیز عدالت حقوقي مرکز" د رپوټ له مخې، پاکستان کې له ۱۹۸۷ تر ۲۰۱۶ پورې ددې قانون له مخې لږ تر لږه ۱۴۷۲ کسان تورن شوي دي.