تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مدافع وکیل: د علي وزیر ضمانت د 'فشارونو' له امله رد شو
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
د پاکستان په سېند ایالت کې یوې محکمې د دغه هېواد د قامي اسمبلۍ د غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مخکښ علي وزیر د خوشي کولو ضمانت رد کړی دی.
ښاغلی وزیر شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې په پېښور کې نیول شوی و او تر هغه وروسته کراچۍ کې زندان ته ولېږدول شو.
پر نوموړي تور دی چې په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ولسي غونډه کې يې د پاکستان د پوځ او استخباراتو پر ضد له کرکې ډکې خبرې کړي دي.
د سیند ایالت په لوړه محکمه کې د علي وزیر د قضیې اورېدنه د یادې محکمې د مشر قاضي او ورسره قاضي عمر سیال کړې، چې د ښاغلي وزیر د خوشي کولو ضمانت يې رد کړی دی.
د علي وزیر وکیل قادر خان ايډوکېټ له بي بي سي سره خبرو کې د ښاغلي وزیر د ضمانت ردول 'فشار' یاد کړ او زیاته یې کړه چې "په نورو قضیو کې دومره اوږد وخت نه اخیستل کېږي".
له دې وړاندې د سېند ایالت د ترهګرۍ ضد محکمې هم د علي وزیر د خوشي کولو ضمانت رد کړی و، چې وروسته يې پلویانو د سېند په لوړه محکمه کې درخواست ورکړ.
د ښاغلي وزیر د وکیل قادر خان په خبره ده د سیند په لوړه محکمه کې دغه درخواست د روان کال په فبرورۍ میاشت کې ورکړی و، چې شاوخوا شل ورځې وروسته يې اورېدنه وشوه.
قادر خان زیاتوي، د مارچ میاشتې پر پنځمه نېټه یادې محکمې د علي وزیر د خوشي کولو پرېکړه محفوظه کړه، خو د دې په اورولو کې یې شاوخوا درې میاشتې وخت واخیست.
علي وزیر چې د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان د خلکو استازی دی، تر هغه وروسته د پېښور پولیسو ونیو، چې نوموړي د کراچۍ په سوراب ګوټ سیمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ولسي غونډه کې ګډون او وینا کړې وه.
نوموړی تر نیول کېدو وروسته د روان کال په مارچ میاشت کې د پاکستان د سنا د ټاکنو لپاره د لنډي مودې لپاره خوشی شو، خو له خپلې رایې اچولو وروسته بېرته بندي شو.
د دې ټاکنو لپاره له ښاغلي وزیر سره د پاکستان د ملي اسمبلۍ درې نور غړي هم خوشي شوي وو، چې څلور واړه د سنا په ټاکنو کې تر ګډون وروسته بېرته زندانیان شول.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د یاد مخکښ تر نیول کېدو وروسته د نوموړي پلویانو د پاکستان په ګډون په افغانستان او ځینو نورو هېوادونو کې هم لاریونونه وکړل او د ده نیونه يې وغندله.