تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له دره ادم خېلو د ۱۶ تښتول شویو کاریګرو مړي ۱۰ کاله وروسته پېښور ته نژدې وموندل شول
- Author, محمد زبیر خان
- دنده, خبریال
په ۲۰۱۱ کال د خیبر پښتونخوا د کوهاټ اړوند له دره ادم خېل نه د ۱۶ تري تم شویو کان کېندونکو جسدونه موندل شوي دي.
د سکرو کان د دغو مزدورانو مړي اوس د پېښور اړوند په احسن خېل غرنۍ سیمه کې موندل شوي.
دغه ټول کسان د سوات له شانګله سیمې سره تړاو لري. په دوی کې پنځه د یوې کورنۍ غړي دي، چې دوه سکه وروڼه، یو کاکا او دوه یې د تره زامن دي.
دغو کسانو کې د یوه بل کلي دوه وروڼه هم دي، چې یو ورور یې هغه مهال د ایف اېس سي محصل و.
د پاګوړي سیمې د یوه وژل شوي مزدور عمر زاده کاکا شمس الله د خپل وراره د مړي د پېژندلو لپاره دره ادم خېل ته راغلی دی.
هغه بي بي سي ته وویل: "یوازې دومره وايم چې موږ باید د الله شکر پر ځای کړئ، ځکه لس کاله وروسته خو مو لږترلږه مړي وموندل شول. اوس به یې جنازې وکړو - په سمه توګه به یې خاورو ته وسپارو او دا کار به یې د کورنیو غړو ته یو څه ارامښت وبښي.
د شمس الله په وینا د دغو ۱۶ کارګرو په کورنیو چې څه تېر شوي هغه له دې مالومېدای شي، چې کله به هم عمر زاده دوی د کور دروازه وټکېدله، نو مور به یې ورځغاستل چې که د عمر زاده څه خبر یې راوړی وي.
له عمر زاده درې لوڼې او یو زوی پاتې دي. اوس ستر شوي.
د دغو سپاړسو کسانو له کورنیو سره د غم او ویر داسې کیسې تړلې چې اورول او اورېدل دواړه یې ډېر ستر زړه غواړي.
له وژل شویو مزدورانو سره څه شوي؟
د چراټ د سکرو کان کېندونکو د کارګرو د صنفي شورا عمومي رییس نورالله یوسفزی وايي چې دغه کان کېندونکي د ۲۰۱۱ کال فبرورۍ کې نادرکه شوي وو.
د واکمن تحریک انصاف د شانګله څانګې مشر وقار احمد په وینا، ترهګرو هغه مهال ټولټال ۳۲ کارګر تښتولي وو، خو له هغې ډلې ۱۶ د لارې په اوږدو کې له تښتوونکو په تېښته بریالي شوي وو او دوی ته یې د پېښې احوال وروړی و.
ترهګرو د دغو کسانو د خوشي کېدو بدل کې پيسې هم غوښتې وې. ''زما په فکر چې هغوی ۶ میلیونه روپۍ غوښتې - خو دا مزدور خلک دي، دومره پیسې یې نشوې ورکولی".
د سکرو د کانونو مالکانو د هغوی د خوشي کېدو لپاره چنده هم راټوله کړې وه، خو یو ناڅاپه له تښتوونکو سره اړیکه پرې شوه. هغه مهال د پاکستان قبایلي سیمو کې د ترهګرۍ خلاف جګړه روانه وه او ښايي یو لامل همدا و چې معامله په سمه توګه پر مخ ولاړه نه. اوس د دغو کسانو جسدونه وموندل شول.
علي باش چې د پاکستان د کانونو د کاریګرو د مرکزي فدراسیون د خیبر پښتونخوا مشر دی دی وايي، تښتول شویو او وژل شویو کاریګرو د ادم خېلو درې په کال خېل سیمه کې مزدوري کوله او له هغه ځایه تښتول شوي وو.
جسدونه څنګه وموندل شول؟
مرستندویه ډله د تیلیفون له لارې د خبر له ترلاسه کولو وروسته د جمعې سهار وختي د دره ادم خېل جمون سیمې ته ورسېده.
دوی له دې ځایه په احسن خېل غرنۍ سیمه کې په خورا سختو لارو پر پښو د پېښور پر لور تر مزل وروسته هغه ځای ته ورسېدل چې دغه کاریګر پکې له یوه ناو لاندې غورځول شوي وو.
دې ځای ته نژدې د استوګنې ابادۍ نه شته.
د مرستندویه ډلې غړي وايي دوه ساعته یې د مړو په رایستلو تېر کړل، بیا یې هغه جمون سیمې ته ولېږدول او له هغه ځایه امبولانسونو کې شانګله کې خپلو کلیو ته یوړل شول.
اجساد څنګه وپېژندل شول؟
نور الله یوسفزی وايي درې څلور ورځې وړاندې شپنو په دې ځای کې لومړی یو لاسي ساعت ورپسې ایسکلېټونه لیدلي وو. هغوی که څه هم وېرېدلي خو دا خبر یې د انساني همدردۍ له مخې نژدې ځايي خلکو ته رسولې وه. دا خبره له هغه ځایه دره ادم خېل کې د شانګله سیمې کاریګرو ته هم رسېدلې وه، چې له وړاندې د دغو مزدورانو له ورکېدو خبر وو.
ځینې مزدوران او د ورکو شویو کسانو خپل خپلوان د پېښې ځای ته ورځي، چې هلته ځینې نښې او تقریباً له منځه تللې پېژند کارتونه (شناختي کارډونه) مومي.
هغوی د ورکو شویو کسانو د خښېدو د ځای په اړه تر ډاډمنېدو وروسته حکومت ته راپور ورکړی دی.
محمد علي باش وايي مرستندویه ډلې غړو او هلته نورو حاضرو کسانو د ټولو اجسادو هډوکي راټول، جلا جلا پلاستیکي کڅوړو کې اچولي او د دره ادم خیل جمون سیمې ته رسولي او هلته بیا په تابوتونو کې ځای پر ځای شوي دي.
چارواکي وايي ټول اجساد یې د هغوی له اړوندو توکو پېژندلي دي.