عالم زېب مسید: پاکستاني چارواکو زما پر کتاب بندیز لګولی

کتاب

د عکس سرچینه، Maseed

د عکس تشریح، عالم زېب مسید وایي، چارواکو ورته نه دي ویلي چې ولې یې پر کتاب بندیز لګول شوی

د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال عالم زېب مسید وايي، په پېښور کې چارواکو د ده پر هغه نوي چاپ شوي کتاب بندیز لګولی چې پکې پاکستان کې د ترهګرۍ، د وزیرستان وضعیت او د پښتون ژغورنې غورځنګ په جوړېدو بحث شوی.

یاد کتاب اوسمهال په اردو ژبه چاپ شوی او ټاکل شوې چې پښتو بڼه یې هم ژر د "زه ملزم نه یم، مدعي یم" سرلیک سره چاپ شي. لیکوال یې عالم زېب مسید وایي، دغه کتاب یې "د خړ کمر د شیهدانو په یاد " لیکلی دی.

ښاغلي مسید له بي بي سي سره خبرو کې وویل، پاکستان کې واکمنې کړۍ دوی ان خبرو ته هم نه پرېږدي. نوموړی وایي:

"چې کله د کتاب د ضبطولو خبر راکړل شو نو داسې راته ښکاره شوه لکه چې زه د زندان په توره خونه کې وم، چې دوی به ماته هیڅ اسانتیاوې نه راکولې.‌ ماته بیا هماغه احساس وشو چې دوی بیاهم زه بندي کړی یم او زما غږ بیا هم نه پرېږدي".

ښاغلی مسید وايي، د ده په دې کتاب کې د ټولو پښتنو کیسه ده، چې څنګه دوی په بېلا بېل نومونو ځپل شوی، وژل شوي او بې کوره شوي دي.

"د دې کتاب له کبله یې زما دوکان را وتړلو"

کتاب
د عکس تشریح، پېښور کې هغه کتاب پلورنځی د یوې ورځې لپاره وتړل شو چې د عالم زېب مسید کتاب یې پلورلو

پېښور کې د کتاب کور په نامه د کتاب پلورنځی مالک اکبر شینواری هم وايي، د تېري پنجشنبې په ورځ چارواکو د ده له دوکانه د عالم زېب مسید نوی چاپ شوی کتاب یووړ او د ده دوکان يې ور بند کړ.

د پېښور مرستیال کمشنر دوې ورځې وړاندې پر خپله فېسبوک پاڼه د دغه کتاب پلورنځي د تړلو لامل د کورونا وبا د مخنیوي احتیاطي تدابیر نه مراعتول یاد کړي دي.

خو اکبر شینواری وايي، د ده له دوکان څخه يې د عالم زېب مسید نوي چاپ شوي کتابونه یووړل او یوه ورځ وروسته يې بېرته ورته وویل، چې دوکان خلاصولی شي.

د کتاب کور مالک اکبر شینواري بي بي سي ته وویل، د پېښور مرستیال کمشیر تنزیل الرحمان په پنجشنبه د ده دوکان ته ورغی او له ورتګ سره يې د عالم زېب مسید د کتاب په هکله ورڅخه پوښتنې وکړې. ښاغلی شنیواری وایي:

"مرستیال کمشنر چې څنګه دوکان ته راغی، نو لومړی يې د دې کتاب په هکله وپوښتل او ويې ویل،‌ چې په دې کتاب خو بندیز دی، نو تاسو يې ولې خرڅوئ".

ښاغلی شینواری وايي، تر هغه وروسته مرستیال کمشنر د ده په دوکان کې پراته "زه ملزم نه یم،‌ مدعي یم" کتاب ټولې کاپیانې یووړې.

ښاغلی شینواری د مرستیال کمېشنر دغه تور ردوي، چې دوی د کورونا وبا احتیاطي تدابیر مراعت کړي نه وو.

بي بي سي په دې اړه د سپیناوي او د چارواکو د غبرګون لپاره د پېښور مرستیال کمشنر تنزیل الرحمان ته بیا بیا تیلیفونونه وکړل، خو کوم ځواب مو تر لاسه نه کړ.

دا کتاب پر کومه موضوع لیکل شوی؟

کتاب

د عکس سرچینه، Maseed

د عکس تشریح، دا کتاب د اوس لپاره په اردو چاپ شوی او ژر به یې پښتو بڼه هم چاپ شي

"زه ملزم نه یم، مدعي یم" د فعال عالم زېب مسید کتاب دی، چې شاوخوا درې اونۍ وړاندې لومړی په اردو ژبه کې چاپ شو. د ښاغلي مسید په خبره دا کتاب په پښتو او انګلیسي ژبو کې هم چاپېدونکی دی.

په یاد کتاب کې ښاغلي مسید تر ډېره د پاکستان او پښتونخوا سیاسي او نورو مسلو په اړه د خپلو سترګو لیدلی حال لیکلی.

په اردو کې چاپ شوی دغه کتاب یو سل اووه مخه دی، چې پکښې ښاغلي مسید په کراچۍ زندان کې د خپل بند، د پښتون ژغورنې غورځنګ جوړښت، په وزیرستان کې د تری تم شویو کسانو، ماین چاودنو او امنیتي پوستو په هکله د ده مبارزه او په پښتونخوا کې د ترهګرۍ په هکله لیکل کړي دي.