پي. ټي. اېم: منظور پښتين ترهګرو لپاره جوړه شوې خونه کې ساتل کېږي

د پښتون ژغورنې د غورځنګ يو مخکښ غړى عبد الله ننګیال د دغه غورځنګ د مشر منظور پښتین په اړه اندېښنه ښوولې چې د ده په وينا گواکې په هغو خونو کې ساتل کیږي چې د "ترهګرو لپاره جوړې شوي دي".

د ښاغلي ننګيال دا څرگندونې داسې مهال مخې ته راځي چې د پاکستان یوې محکمې د ځینو هغو کسانو د پرېښودو لارښوونه کړې چې تېره اوونۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین د نیولو خلاف اعتراض کې نیول شوي وو.

ښاغلي ننګیال نن بي بي سي ته وویل په تېرو څو ورځو کې د غورځنګ څه باندې شپیته تنه غړي نيول شوي و، خو اوس یوازې لس تنه په توقیف کې پاتې دي او نور خوشې شوي دي.

خو د ښاغلي ننګيال په وينا منظور پښتین او د غورځنګ درې نور غړي عارف وزیر، عالم زیب او شاهد شېرانی لا هم په دیره اسماعیل خان مرکزي زندان کې دي او قضیه یې تر څېړنې لاندې ده. خو ښاغلي ننګیال د منظور پښتین د بند خونې او په هغه وضعیت کې چې دی او ملګری یې ورسره مخامخ دي اندیښنه وښوده ځکه د ده په وینا دوی په هغو خونو کې ساتل کیږي چې د " ترهګرو لپاره جوړې شوي دي"، دا ډول بندخونو ته په ځايي لهجه کې چکۍ وايي.

ښاغلی ننګیال وايي چکۍ ډیرې وړې کوټې وي چې "درې یا درې نيم ګزه سور او دوه یا دوه نیم ګزه بر لري".

د پښتون ژغورنې غورځنګ دا غړی وايي په چکۍ کې بند کسان بهر ته نه را پرېښودل کیږي، له یوه واړه سوري خواړه ورکول کیږي او انساني حاجت هم دننه په همدې خونه کې رفع کوي.

ښاغلی ننګیال چې په خپله د زنداني کېدو تجربه لري وايي منظور پښتین او نور ملګري یې خبرو ته نه پرېښودل کیږي او نه هم څوک د هغوی لیدلو ته ورتللی شي. د هغه په وینا چکۍ " قبر په شان ده" چې له بهر نړۍ سره یې اړیکي پرې وي.

زندان کې د ښاغلي پښتين د اوسېدو د څرنگوالي په تړاو لا ناپېيلو سرچينو څه نه دي ويلي او نه هم د پاکستاني چارواکو کومه څرگندونه کړې.

منظور پښتین تېره اونۍ د شپې شاوخوا یوه بجه په پېښور ښار کې ونیول شو او دیره اسماعیل خان ته واستول شو. هلته پولیسو ښاغلی پشتین تورن کړی چې ګواکې په بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ولسي غونډې ته وینا کې "د پاکستان د اساسي قانون له منلو انکار کړی او د دولت ضد سپکوونکې خبرې یې کړې دي."

ښاغلي پښتین د پاکستاني پوځ له خوا په پښتنو قبایلي سیمو کې له ولس سره د ادعا شوي زور زیاتي خلاف مبارزه پیل کړې ده. خو پوځ ټول دغه تورونه ردوي.

د منظور پښتین له نیولو وروسته د اسلام آباد د اعتراضي غونډې ۲۳ تنه ګډونوال هم ونیول شول. د دې کسانو په اړه ښاغلي ننګیال وویل چې د اسلام آباد په مرافعه محکمه (های کورټ) کې قاضي دا پوښتنه راپورته کړه چې پولیس څنګه دغه ۲۳ تنه د یوې غونډې په جوړولو په خیانت تورنولی شي؟ خو دده په وینا پولیسو ددې پوښتنې ځواب نه درلود، نو د نیول شویو کسانو ضمانت ومنل شو او قاضي له پولیس وغوښتل چې په یوه اونۍ کې پر نیول شویو کسانو د شوې ادعا د ثبوت لپاره مستند دلایل راوړي.

په اسلام آباد کې نیول شوي کسان د پښتون ژغورنې غورځنګ او عوامی ورکرز پارټۍ یا (ولسي کارګر ګوند) غړي دي.

ښاغلي پشتین د پاکستاني پوځ له خوا په پښتنو قبایلي سیمو کې له ولس سره د ادعا شوي زور زیاتي خلاف مبارزه پیل کړې ده. خو پوځ ټول دغه تورونه ردوي.