د ډیجیټل پاکستان مشره څوک ده؟

د عکس سرچینه، Twitter/@PTIOfficial
د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د ډیجیټل پاکستان پروژې مشري د ګوګل کې یوې لوړپوړې کارمنې تانیه ایدروس ته سپارل شوې ده.
هغې سینګاپور کې له خپلې دندې استعفا وکړه او پاکستان ته راغله.
عمران خان د پنجشنبې په ورځ غونډې ته وینا کې وویل:
"تانیه ګوګل کې کار کاوه، نه پوهېږم چې هغې څومره پیسې ګتلې، خو سخته پرېکړه یې وکړه او هغه دنده یې پرېښوده".
نوموړي یې دا پرېکړه وستایله او ویې ویل: "وخت به ثابته کړي چې نن هغې کومه پرېکړه کړې، نو په ژوند کې به یې یو مهم بدلون وي".
تانیه ایدروس وايي، ۲۰ کلنۍ کې له پاکستان لاړه، اې ای ټي کې یې زدکړې وکړې.
د هغې په خبره، اوه کاله مخکې د ګوګل له خوا د پاکستان سوداګري یا پاکستان کې تولید پیلولو موقع په لاس ورغله او له امریکا سینګاپوره ته لاړه:
"خو دا هرڅه مې چې وکړل، بیا مې هم دا حساس و چې بس نه دي".
دې پروژه کې څنګه شامله شوه؟

د عکس سرچینه، Getty Images
دا وايي، یوه ملګري یې شپږ اوه میاشتې مخکې لومړي وزیر ته برېښلیک ولېږه چې که ټیکنالوجۍ او ډیجیټلتوب لور ته تلل غواړي، له تانیه سره دې خبرې وکړي.
دا وايي، هغه مهال له دې برېښلیک خبره نه وه.
نوموړې وايي، د لومړي وزیر سمونډلې( د اصلاحاتو یا سمون ټیم) ور سره اړیکه ونیوه او په دې ډول یې له جهانګیر ترین سره پيژنګلي وشوه، چې د دې نظریې یې واورېدې او پاکستان ته یې په تلو سلا کړه او بیا یې د لومړي وزیر او د کابینې له نورو غړو سره ولیدل.
له عمران خان سره لومړۍ لیدنه
تانیه ایدروس وايي، لومړي وزیر عمران خان سره اولنۍ لیدنه کې هغه دا ورته وویل، تانیه دلته د ستونزو لړ ډېر لوی دی، خو ته اندېښنه مه کوه.
هغه وايي، د ټولو باور یې چې ولیدل، نو پته ورته ولګېده چې پاکستان ته راتګ سره به د خپل هېواد پرمختګ کې برخه واخلي.
د پاکستان پرمختګ لیدل غواړي

د عکس سرچینه، PTV
تانیه ایدروس د دې پروژې پرانیست غونډه کې وویل، تېر کال دغه حکومت ته راتګ سره باوري شوه چې ښايي زما په څېر کس حکومت ته په تلو سره یو څه وکړي، ځکه باوري شوم چې دا حکومت د عامو خلکو په فکر کې دی.
دا وايي، خلک یې پوښتي چې څه سیاسي ایجنډا لري، خو زما ریښتونې ایجنډا د پاکستان پرمختګ لیدل دي.
د خپل ډیجیټل پاکستان پروګرام په هکله وايي، موخه یې ډیجیټل هنر پیدا کول دي:
"که د ساینس او ټیکنالوجۍ په لور تلل غواړو، نو له کم عمر باید پیل شي، باید ماشومانو ته هم دا زدکړې دود شي".
د هغې په خبره، د پاکستان پوهنتونونو کې چې یو کس څلور کاله زدکړې وکړي، بیا هم تر نړۍ شاته وي او له امله یې نړیوال اقتصاد کې برخه اخیستلی نه شي:
"که دا ستونزه اوس حل نه شي، اغېز به یې لس یا شل کاله وروسته ولیدل شي، ځکه نصاب بهترول پکار دي".
ډیجیټل پاکستان
واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف وايي، د دې پروژې یوه موخه برېښنايي حکومت جوړول دي، چې پکې مالومات برېښنايي ډول خوندي کېږي، امنیت ور سره زیاتېږي او حکومت ته د ولس د رسېدو لپاره جوړښت برابرېږي.
تحریک انصاف وايي، دې پروژې سره داسې ډیجیټل چوکاټ برابرېږي چې ور سره د ځیریک ټلیفون په مرسته هرڅوک خپلې ورځنۍ چارې چټکې او خوندي ترسره کولی شي.











