پېښور کې 'د افغان ملي بانک د ځمکې' پر سر لانجه

    • Author, رحمان الله بي بي سي
    • دنده, پېښور

د خيبر پښتونخوا د مرکزي ښار پېښور له جناح پارک سره نژدې د افغان مارکېټ ځمکې په سر لانجه زياته شوې ده. د پاکستان سترې محکمې د دغې ځمکې کنترول یوه پاکستاني کس ته د ورکولو امر کړی.

خو په پېښور کي د افغان کونسلګرۍ چارواکو د دې چارې مخه نیولې. افغان مارکېټ چې د پېښور فردوس سیمې په نژدې درې جریبه ځمکه کې موقعیت لري، لسګونه میلیونه ډالره ارزښت لري.

پر دغه ځمکه مخکې د افغان ملي بانک ودانۍ ولاړه وه. ځايي اوسېدونکي وايي، پر دغه ځمکه چې ارزښت یې نژدې ۵۰ میلیونو ډالرو ته رسېږي، خلکو لسګونه دکانونه جوړ کړي دي، چې کرایه یې پخوا افغان ملي بانک ته ورکول کېده.

اوس د پاکستان سترې محکمې ویلي، افغان ملي بانک باید د سپتمبر میاشتې ۱۲ نېټې د دغې ځمکې اړوند اسناد وړاندې کړي، که نه کنترول به هغه پاکستاني ته ورکړل شي چې د ځمکې ملکیت دعوی کوي.

کله چې چارواکي د ځمکې کنترول سپارلو لپاره دغه ځای ته ورسېدل، د افغان کونسلګرۍ چارواکي هم هلته ورغلل او د دې چارې مخه یې ونیوه.

له دې ورسته د پېښور مرستیال کمشنر علي محمد اظهر رسنیو ته وویل، سترې محکمې د ځايي اوسېدونکي په حق کې د ځمکې ملکیت پرېکړه کړې او د پېښور اعلی محکمې هم د ملکیت سپارلو امر کړی دی.

د سرچینو په خبره د افغان مارکېټ دغه قضیه په ۱۹۷۵ کال کې راپورته شوې او په دغه ځای کې د افغان ملي بانک فعالیت له پای ته رسېدو وروسته د مارکیټ دکاندارانو افغان کونسلګرۍ ته کرایه ورکوله.

د سرچینو په خبره اسلام اباد کې د افغانستان سفیر شکرالله عاطف مشعل هم نن پېښور ته خپل سفر کې د افغانستان کونسلګرۍ له چارواکو سره په دې تړاو غږېدلی دی. سرچینې زیاتوي افغان سفیر ویلي، په دې تړاو به له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.