پېښور پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ پرلت ختمولو هڅه کړې

ثنا

د عکس سرچینه، Sanna Ejaz

د عکس تشریح، ثنا اعجاز وایي، د دوی ملګري نیول شوي خو پرلت لا هم روان دی

د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالان وایي، نن دوشنبه ماښام پولیسو هڅه وکړه چې د حیات اباد په فېز ۳ چوک کې د پښتون ژغورنې غورځنګ روان پرلت ختم کړي. د غورځنګ غړې ثنا اعجاز بي بي سي ته وویل، پولیسو د دوی څو مشران نیولي او نور یې ژوبل کړي، خو پرلت لا هم روان دی.

اغلې اعجاز وویل، دوشنبه ماښام هغه مهال چې د پرلت ګډونوالو د روژه ماتي لپاره چمتووالی نیوه، ناڅاپه پولیسو ورته وویل چې په سیمه کې ۱۴۴ دفعه لګېدلې ده او دوی باید پرلت ختم کړي.

د نوموړې په وینا، د پرلت ګډونوالو د پولیسو دا غوښتنه ونه منله او له همدې سره پولیسو د پرلت په ګډونوالو د کوتکو وارونه پیل کړل.

له سیمې رپوټونه وایي چې د پولیسو په کوتکو د غورځنګ ګڼ شمېر پلویان ژوبل شوي دي او ځیني مشران یې پولیسو نیولي او له ځان سره یې بېولي دي.

ثنا اعجاز له بي بي سي سره خبرو کې وویل، دوی اوس د خپل مشر منظور پښتین په انتظار ناست دي او د هغه له راتلو وروسته به خپله تګلاره ټاکي.

علی وزیر ور محسن

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، غورځنګ وایي د خپلو مشرانو علي وزیر او محسن دوړ تر خوشي کېدو به احتجاج کوي

له تېرو څو ورځو راهیسې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پېښور په فېز ۳ چوک کې د خپلو مشرانو د نیول کېدو پر ضد پرلت پیل کړې دی چې ګڼ شمېر کسان پکې ګډون کوي.

دا پرلت د غورځنګ د مشرانو او د پاکستان د قامي اسبملۍ د غړیو محسن دوړ او علي وزیر د نیولو پر ضد پیل شوی دی. له دې سره سم د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو د نړۍ په بېلابېلو ښارونو کې احتجاجونه کړي.

علي وزیر تېره می میاشت کې د شمالي وزیرستان په خړ کمر سیمه کې وروسته له هغه ونیول شو چې د پاکستان پوځ د غورځنګ پر یوه کاروان برید وکړ.

په دې پېښه کې د غورځنګ ۱۳ کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.

وزیرستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د غورځنګ احتجاجونه د شمالي وزیرستان خړ کمر پېښې پر ضد پیل شوې دي

د غورځنګ بل مهم مشر محسن دوړ هم د هغې پر وخت په سیمه کې و او څو ورځې وروسته یې په خپله خوښه ځان پاکستاني چارواکو ته وسپاره.

د پاکستان د مشرانو جرګې یا سنا د دې ستونزې د حل لپاره یوه ځانګړې کومیټه ټاکلې ده او دې کومیټې د غورځنګ له مشر منظور پښتین سره هم کتلي دي.

خو غورځنګ ټینګار کوي چې د هر ډول مذاکراتو لپاره باید لومړی د دوی نیول شوي مشران را خوشي شي.