افغان سوله؛ خلیلزاد له پاکستاني چارواکو غوښتي لاډېره همکاري وکړي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان او د پوځ له لوی درستیز جنرال قمرجاوېد باجوه سره ليدلي او د افغانستان د سولې بهیر په هکله يې خبرې کړې دي.

ښاغلی خلیلزاد پرون یکشنبه اسلام اباد ته ورسېد، چې د روانې میاشتې د جون تر شپاړسمې به د اسلام اباد او کابل په ګډون د متحده عربي اماراتو، قطر او المان په سفر وي.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت وايي، د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان او د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه سره بېل بېل لیدلي.

د امریکا سفارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ښاغلي خلیلزاد په افغانستان کې د تل پاتې سولې او د روان افغان سولې بهیر په هکله له پاکستانیو واکمنو سره لیدلي، راتلونکی پلان یې شریک کړی او له پاکستان څخه یې د افغان سولې بهیر کې د لا زیاتو مثبتو ګامونو پورته کولو هیله کړې.

خبرپاڼه زیاتوي د ښاغلي خلیلزاد او پاکستاني چارواکو ترمنځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ښو اړیکو پر ګټو هم خبرې شوې دي، چې د تلپاتې سولې لپاره رول لوبولی شي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره هم لیدلي او د امریکا او پاکستان پر اړیکو سربېره يې پر افغان سوله خبرې شوې دي.

ښاغلی خلیلزاد به د پاکستان تر سفر وروسته کابل، متحده عربي اماراتو، قطر او المان ته سفر وکړي، او په قطر کې به له طالب استازو سره د اووم پړاو مذاکرات هم پیل کړي.

امریکا له طالب استازو سره د مذاکراتو دا پړاو داسې مهال پیلوي، چې د راتلونکي کمکي اختر پېغام کې د طالبانو مشر ملا هبت الله ویلي ول، تر هغه چې د دغې ډلې موخي نه وي ترلاسه شوي جګړې ته به دوام ورکړي.

ملاهبت الله پر امریکايي لوري غږ کړی و چې د سولې په خبرو کې صادقانه عمل وکړي او په خبره یې د دغه بهیر د بریالیتوب لپاره د طالبانو طرحې ومني.