مومندو کې د ښځې په ډزو د پاکستاني پوځي وژنې رپوټ ثبت شو

    • Author, رحمان الله بي بي سي
    • دنده, پېښور

د خیبر پښتونخوا په مومند ضلع کې یوه کور ته د ملېشه سرتېرو بې اجازې ننوتو او د کور مېرمنې له لوري د یوه سرتېري وژلو پېښې رپوټ پولیسو ثبت کړی دی.

ویل کېږي د مومندو معبد ګړ سیمې دغه پېښه کې د کور مېرمنې پر هغو دوو سرتېرو ډزې کړې چې بې اجازې یې کور ته د ور ننوتو هڅه کوله او پایله کې یې یو سرتېری وژل شوی او بل ټپي دی.

بل لور ته د مومند قومي مشران له حکومته غواړي چې د پېښې تحقیق لپاره عدلي کمېسیون وګوماري. له دې مخکې د چار شنبې پر ورځ د پېښې خلاف د سیمې زرګونو اوسېدونکو احتجاج کړی و او تر څو ساعتونو پورې یې لویه لار تړلې وه.

احتجاج کوونکي ادعا کوي چې سرتېرو د دغې مېرمنې موبایل ټیلیفون هم له ځان سره وړی چې باید بېرته یې وسپاري. دوی غواړي دغه مېرمن په څېړنه کې شامله نه شي. د سیمې یوه قومي مشر فردوس بي بي سي ته وویل:

"موږ غواړو دغه موضوع په همدې ځای کې ختمه شي او که بیا رپوټ ثبتول اړین بلل کېږي بیا به زموږ غوښتنه دا وي چې عدالتي کمېسیون د اعلی وزیر لخوا وګومارل شي، ځکه بیا موږ د پوځ پر کمېسیون، یا تحقیق یا پوښتنو ګروېږنو هیڅ باور نه لرو او موږ ته د منلو نه دي ".

بل لور ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین له اجازې پرته یوه کور ته د امنیتي سرتېرو ننوتو پېښه په یوه ویډیويي پیغام کې غندلې ده.

ښاغلي پښتین په خپل پیغام کې مومندو ته له خپل لوري د هر راز مرستې ډاډ ورکړی او په وینا یې په هر ډول هغه احتجاج کې به ورسره شریک شي، چې مومند قام یې غواړي.

دا د پاکستان په قبایلي سیمو کې بې اجازې کورونو ته د ننوتو لومړنۍ پېښه نه ده. له دې مخکې د شمالي وزیرستان په خیسور سیمه کې هم ورته پېښه شوې وه، چې سخت غبرګونونه یې پارولي وو.