د لیبیا جګړه: لومړی وزیر وايي له پلازمینې دفاع کوي

د عکس سرچینه، AFP
لیبیا کې د پوځي قوماندان جنرال خليفه حفتر ځواکونو په داسې حال کې د پلازمينې ترابلس پر لور خپل پرمختگ ته دوام ورکړى چې نړيوالو د جگړې د درېدو غوښتنه کړې ده.
د پلازمينې پرلور په څو برخو کې د جنرال خليفه او د نړيوالو له خوا د لیبيا په رسميت پيژندل شوي حکومت د ځواکونو ترمنځ درنې نښتې شوي دي.
له سيمې را رسېدلي رپوټونه وايي نښتې د ښار سويل لوري ته پر دريو کليوالي سيمو ور ټولې دي.
د ليبيا هوايي ځواکونه چې په نامه د حکومت په لاس کې دي وايي د پلازمينې سويلي لور پنځوس کيلومترۍ کې يې تېر سهار پر يوې سيمې بمونه غورځولي. په دغه بمبارۍ کې د اوښتې مرگژوبلې شمېر لا نه دى څرگند خو د جنرال حفتر د قومندې لاندې ځواکونه چې ځانونه د ليبيا ملي پوځ بولي د غچ اخيستو گواښونه کړي.
د ليبيا په رسميت پېژندل شوي حکومت لومړي وزير فايض سراج پر جنرال حفتر د کودتا تور پورې کړ.
ښاغلي سراج وويل د هغه حکومت د سولې لاس وغځاوه خو جنرال حفتر سره به اوس يوازې د ځواک او سختۍ له لارې چلند وشي.
ملگرو ملتونو او نړيوالې ټولنې پر ښکېلو غاړو غږ کړى چې له زغم کار واخلي او د ستونزې هوارۍ لپاره دې سره خبرو اترو ته کېني.

د عکس سرچینه، Reuters
ليبيا کې تاوتريخوالى په داسې حال کې زور اخيستى چې ملگرو ملتونو دغه هېواد کې د روانې گډوډۍ د ختمولو او د هېواد د يو موټي کولو لپاره د يوه کنفرانس د جوړولو هڅې کولې.
ليبيا لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي غاسان سلامي ويلي دوى دغه هېواد کې اوس هم د سولې کنفرانس جوړولو ته ژمن دي.
بل لوري ته د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگې لاوروف چې مصر ته په سفر تللى په دغه هېواد کې روانې ناخوالې يې په ٢٠١١ م کال کې د ناټو د لاسوهنې پايله بللې چې معمر قذافي د واکمنۍ د پرځېدا لامل شوه.
نوموړي هم پر ښکېلو غاړو غږ کړى چې يو سياسي جوړ جاړي ته سره ورسېږي.








