ملګري ملتونه لیبیا کې د جګړې سملاسي درېدو غوښتنه کوي

د عکس سرچینه، AFP
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په لېبیا کې د جګړې د سملاسي درېدو غوښتنه کړې، چې د ملېشو یوه ځواکمن قوماندان پکې د نړیوالې ټولنې لخوا په رسمیت پېژندل شوي حکومت نه د پلازمېنې د نیولو په موخه بریدونه پیل کړي.
د پلازمينې په ٥٠ کيلومټرۍ کې د خليفه حفتر او حکومت ته د وفادارو مليشو ترمنځ نښتې پيل شوې.
د ملگرو ملتونو امنيت شورا د جگړې د ختمولو غږ کړى او د خليفه حفتر له ځواکونو يې غوښتي چې د نړيوالو له لوري په رسميت پېژندل شوي حکومت پر وړاندې دې خپل ټول جگړييز فعاليتونه ودروي.
خو د کړکېچ د پېليدو پر مهال د ملگرو ملتونو سرمنشي انتونيو گوتېرېش په ترابلس کې و او د جگړې د مخنيوي لپاره د خليفه حفتر سره کتو لپاره د ليبيا ختيځ ته هم ورغى.
خو ظاهرا و نه توانېد چې هغه له جگړې لاس پر سر کېدو ته قانع کړي.
نوموړى له ليبيا ووت او وې ويل چې دغه هېواد په داسې حال کې پرېږدي چې زړه يې خپه دى او او ژوره اندېښنه لري.
ښاغلى گوتېرېش ليبيا ته په دې موخه ورغلى و چې د ملگرو ملتونو په ملاتړ يوه کنفرانس ته د جوړېدو زمينه برابره کړي چې موخه يې د داسې يوې لارنخشې رامنځته کول دي چې ليبيا له دغه اوږدمهالې گډوډۍ وباسي او دغه هېواد يو موټى کړي.
خو ښاغلى گوتېرېش په دغه هېواد کې حالت ډېر ترينگلي وموند چې د لا خرابۍ لور ته روان و.
له ليبيا را رسېدلي رپوټونه وايي چې د ځواکمن مليشه قومندا خليفه افتر ځواکونه له سويل لوري د ترابلس ښار ته نژدې شوي خو لوېديځ لوري ته بيا ظاهرا" په شاه تمبول شوي دي.
ترابلس کې د ليبيا د بشري حقونو د ادارې غړى وليد الهودري وايي: "موږ ترابلس کې د روان حالت په تړاو ډېر ژوره اندېښنه لرو. موږ د ترابلس گرچاپېره په ټولو سيمو کې د عمومي تيارۍ حالت وينو. وسلوال ځواکونه جگړې ته تيارى کوي."

د عکس سرچینه، AFP
دا لا نه ده څرگنده چې دا عمل د ښاغلي افتر له لوري څومره د زور د نندارې يوه هڅه ده او که نه هغه رښتيا د ترابلس ولکه کول غواړي.
خليفه افتر يو مهال د معمر قذافي پوځي قومندان و چې بيا وروسته يې مخالفت ته را ووت.
د قذافي د واکمنۍ له پرځېدا وروسته بېرته ليبيا ته ستون او د وخت په تېرېدو په يوۀ ځواکمن مليشه قومندان بدل شو.
سره له دې چې په نړيواله کچه د نوموړي د کړنو په تړاو اندېښنې څرگندېږي خو نوموړى د عربي اماراتو او مصر په گډون د پياوړو بهرنيو لوبغاړو له ملاتړه برخمن پاتې شوى.
ليبيا کې د سياسي حل هلې ځلې بيا بيا پاتې راغلي او کارپوهان په دې باور دي په دې وروستيو کې د سياسي حل لارې لپاره ټوکېدلۍ هيلې بيا په ناهيلۍ بدلې شوې.








