عمران خان د طاهر دوړ د وژنې قضیې پلټنې امر کړی

عمران خان طاهر دوړ

د عکس سرچینه، Getty Images/ Dawar Facebook

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان امر کړی، چې د اسلام اباد پولیسو یوه پلټونکې ډله پېښور ته ورشي، چې د وژل شوي پولیس افسر طاهر خان دوړ د وژنې پېښې پلټنه وکړي.

لومړي وزیر د اسلام اباد له پولیسو غوښتي چې د وژل شوي افسر د وژل کېدو پېښې پلټنې تر څنګ د خیبر پښتونخوا له پولیسو سره همکاري وکړي.

د کورنیو چارو مرستیال وزیر شهریار اپریدی به د هغه پلټونکي کمېسیون مشري کوي، چې په دې تړاو جوړ شوی دی.

طاهر خان دوړ د اکتوبر پر ۲۶ اسلام اباد کې تښتول شوی او د نومبر پر ۱۳ یې مړی د ننګرهار دور بابا ولسوالۍ کې وموندل شو.

د پاکستان د کورنیو چارو مرستیال وزیر شهریار اپریدی وايي، طاهر خان د پنجاب له میاوالي د بنو پر لار افغانستان ته لېږدول شوی و.

پېښور کې د بي بي سي خبریال رحمان الله وايي، له اسلام اباده پېښور ته تللې پولیس ډله به د پېښې په تړاو د طاهر دوړ د کورنۍ له کسانو سره هم وغږېږي.

د اسلام اباد پولیسو یوه چارواکي خبریالانو ته وویل، دوی داسې معلومات تر لاسه کړي، چې وژل شوی پولیس افسر دا ورستیو کې یو وسله وال نیولی و او بیا د هغه تنظیم له لوري نوموړي ته ګواښونه کېدل.

بل لور ته د طاهر دوړ کورنۍ او د دوړ قبیلې مشرانو د پېښې پلټنې لپاره د نړیوال کمېسیون جوړلو غوښتنه کړې.

د منظور پښتین نظر

منظور پښتین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، منظور پښتین د پېښې شفافې څېړنې لپاره د یوه نړیوال کمېسیون جوړولو غوښتنه وکړه

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين په دې اړه وايي، د پاکستان حکومتي چارواکو له لومړنیو څرګندونو او اقداماتو داسې جووته شوې، چې حکومت د وژل شوي پولیس افسر محمد طاهر دوړ بې درکه کېدو لویې قضیې د پټولو هڅه کوله، خو د خلکو له احتجاج وروسته اړ شول چې پر دغه موضوع وغږیږي.

منظور پښتین وايي:

'' د پاکستان یو مهم پولیس افسر ۱۶ ورځې بې درکه و او دوی یې په اړه هېڅ نه ویل او نه یې هم څېړنه معلومه شوه، خو د مړي له موندل کېدو وروسته یې وویل، چې هغه د میانوالي او بنو سیمو له لارې افغانستان ته لېږدول شوی دی. ''

منظور پښتین زیاته کړه:

''هغسې چې ادعا کېږي، د طاهرخان دوړ مړی ننګرهار کې موندل شوی، خو ننګرهار له بنو سره هېڅ پوله نه لري، بلکې له بنو وروسته وزیرستان دی، چې د پاکستان پوځ پرې کلکه ولکه لري، د هرې لارې اوږدو کې بې شمېره پوځي پوستې دي او له بنو سره شمالي وزیرستان دی، چې له هغه وروسته د ننګرهار پر ځای د افغانستان خوست ولایت دی.''

ښاغلی پښتین وايي، دغه حالت ته په کتو سره دغه قضیه کې د پاکستانۍ امنیتي ادارو ښکېلتیا په تړاو پوښتنې راپورته کېږي، ځکه د نوموړي په خبره 'د یوه عام سړي لپاره دا څنګه ممکنه ده، چې د پاکستان له دومره پیاوړي پوځي حضور سره سره له قبایلي سیمو پر دومره اوږده لار تېر شي او افغانستان ته واوړي. '

منظور پښتین د پېښې شفافې څېړنې لپاره د یوه نړیوال کمېسیون جوړولو غوښتنه وکړه، ځکه په وینا یې دغه قضیه کې د دوو هېوادونو نومونه یادېږي او د دې لپاره 'باید د پلازمېنې اسلام اباد لوړ پوړي پولیس افسران استعفا وکړي.

له دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د حکومت پر ځای ولس ته د محمد طاهر خان دوړ د مړي پر سپارلو اندېښنه څرګنده کړه.

د دغه وزارت ویاند ډاکتر محمد فیصل یوه ټوېټ کې ویلي، د افغانستان له خوا په غیر دیپلوماتیک انداز خلکو ته د ښاغلي دوړي د مړي پر سپارلو د هغه په ویر غمجن خلک له ستونزو سره مخ شول.

د افغان سفیر غبرګون

زاخیلوال
د عکس تشریح، زاخېلوال وايي، لوړپوړي چارواکي باید په مسوولیت سره خبرې وکړي.

اسلام اباد کې افغان سفیر عمر زاخيلوال بیا د پاکستاني چارواکو د دغو څرګندونو غبرګون کې وویل، افغان حکومت او ولس د طاهر خان دوړ د مړي درناوی کړی دی.

د ښاغلي زاخيلوال دا څرګندونې له هغه وروسته دي چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت او پوځ د حکومت پر ځای ولس ته د طاهر دوړ د مړي په سپارلو اندېښنه وښوده.

عمر زاخېلوال په یوه ټوېتر پیغام کې وايي:

''افغانانو یوازې د طاهر دوړ د مړي درناوی کړی او له اسلامي او افغان اصولو سره سم یې د هغه مړی د هغه کورنۍ ته سپارلی دی. ''

نوموړي د پاکستانی چارواکو په څرګندونو خواشیني څرګنده کړې او دا یې هم ویلي، چې د طاهر خان وژنه باید د خلکو د وېشلو لپاره پلمه نه شي:

''افغان مشرانو یې چې څنګه درناوی وکړ له دې څرګندېږي چې د دواړو غاړو مشران سره یو موټی دي. ''

طاهر خان دوړ د اکتوبر پر ۲۶ اسلام اباد کې تښتول شوی او د نومبر پر ۱۳ یې مړی د ننګرهار دور بابا ولسوالۍ کې وموندل شو.

ر

د عکس سرچینه، Mehrab Afridi