کوټه: پېغله پر خپلې مور د تېزابو برید په تور نیول شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
د بلوچستان مرکزي ښار کوټې پولیس وايي، پر یوې مور او لور د تېزابو پاشلو قضیه کې د هغې خپله لور هم شامله ده. پولیسو د دغې پېښې په تړاو دوه نارینه هم نیولي.
پولیس وايي، دواړو نارینه وو د همدې نجلۍ په لمسونه د هغې پر مور تېزاب پاشلي دي.
د بي بي سي خبریال محمد کاظم رپوټ ښيي، نیول شوې نجلۍ ارم نومېږي او ملګري نارینه یې عبدالله او اعجاز دي.
پېښه کوټه ښار کې د اکتوبر پر ۲۶ شوې وه.
سریاب سیمې پولیس مرکز چارواکي وايي، له پوښتنو ګروېږنو وروسته معلومه شوه چې نیول شوې نجلۍ ارم غوښتل له نیول شوي اعجاز سره واده وکړي، خو مور یې غوښتل خپله بله لور چې کرن نومېږي همدې سړي ته واده کړي.
د پولیس په خبره ارم له اعجاز سره د خپلې خور د واده مخنیوي لپاره پر هغې د تیزابو شندلو پلان جوړ کړی و.
د پولیس په خبره نیول شوي اعجاز دوی ته ویلي، چې ارم ورته ویلي و، که داسې و نه کړي، ځان به ووژني.
چارواکي وايي، اعجاز بیا پر ښځو د تېزابو پاشلو لپاره خپل ملګري عبدالله ته ویلي و، چې په شاه رخ مشهور دی او هغه له پېښې وروسته نوشکي سیمې ته تښتېدلی و.
پولیس وايي، عبدالله یې ونیو او د هغه له اقراره وروسته اعجاز او ارم هم ونیول شول.

بلوچستان کې د تېزابو بریدونو شمېر ډېر نه دی، خو دا دویم ځل دی، چې دغسې بریدونو کې یوه ښځه نیول کېږي. له دې مخکې پروسږ کال پولیسو یوه مدافع وکیله د تیزابو برید په تور نیولې وه.








