لندن کې د "تېزابو برید" کې پنځه کسان ټپیان شوي

یوه عیني شاهد ویلي، یوه زیانمن شوي کس هټۍ ته منډې راوهلې چې پرمخ یې شیندل شوي تیزاب ومینځي

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح، یوه عیني شاهد ویلي، یوه زیانمن شوي کس هټۍ ته منډې راوهلې چې پرمخ یې شیندل شوي تیزاب ومینځي

د بریتانیا لندن ښار ختیځه سټاډ فورډ پېروپلور سیمه کې د "تېزابو" شیندلو پنځه کسان ټپیان کړي چې په تور یې یو کس نیول شوی دي.

پولیس د ویسټفیلډ خرڅلاوي ته د لندن پر وخت د شپې اته بجې وروغوښتل شول.

پولیسو ویلي، داسې رپوټونه وو چې ځینو سړو پر خلکو زیانمنوونکې ماده شیندي.

د پېښې ځای ته امبولانسونه او د اوروژنې مامورین هم ورغلي وو.

باور نه کېږي چې دا پېښه دې له ترهګریز عمل سره تړاو ولري.

اټکل دی چې پېښه کې زیانمن شوي کسان د خرڅلاوځي په بېلابېلو برخو کې وو.

د لندن د بېړنیو پېښو د ادارې پاول جیسبن وايي، پېښه کې لږترلږه د پنځو کسانو درملنه شوې، درې یې روغتون ته وړل شوي دي.

باور دی چې د خرڅلاوي بېلابېلو برخو کې کسان زیانمن شوي

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح، باور دی چې د خرڅلاوي بېلابېلو برخو کې کسان زیانمن شوي

د پولیسو یوې ویاندې ویلي، د پېروپلور دغه ځای د پولیسو له خوا کلابند شوی و.

سیمه کې د حسین په نوم یوه عیني شاهد ویلي: "یوه زیانمن شوي هټۍ ته منډې راوهلې چې پر مخ یې شیندل شوي تیزاب ومینځي."

۲۸ حسین وايي، "د سترګو شاوخوا ځایونه یې سوځېدلي وو او پر مخ یې اوبه اچولې."

پولیسو د پېښې سیمه کلابنده کړې ده

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح، پولیسو د پېښې سیمه کلابنده کړې ده

بریتانیايي پولیس وايي، په روانه لسیزهکې انګلستان او ویلزکې د تیزابو شیندلو شاوخوا څلور سوه پېښې یې ثبت کړې دي.