تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'ښوونکي ولې خپل ماشومان دولتي ښوونځیو ته نه لېږي؟'
- Author, عزیزالله خان
- دنده, بي بي سي پېښور
د خیبر پښتونخوا ځايي چارواکي وايي، پرېکړه یې کړې، چې له دې وروسته به د دولتي ښوونځیو د ښوونکیو ماشومان خصوصي ښوونځیو کې زده کړې نه کوي.
بل لور ته د دولتي ښوونځیو ښوونکي د حکومت دغه پرېکړه له بنسټیزو حقونو سره ټکر کې بولي.
د تعلیم برخه کې د اعلی وزیر سلاکار ضیاء الله بنګش بي بي سي ته وویل، د پوهنې رییس فرید خټک په مشرۍ یوه کمېټه د هغو ښوونکیو شمېر معلوموي، چې اولادونه یې په خصوصي ښونځیو کې زده کړې کوي.
ښاغلی بنګش وايي، که د نورو ماشومانو مېندې، پلرونه پر دوی باور کوي او د زدکړو لپاره دولتي ښوونکیو ته خپل ماشومان ورلېږي، دغه ښوونکي ولې پر ځان باور نه کوي، ولې خپل ماشومان د دولتي پر ځای خصوصي ښوونځیو ته استوي؟
نوموړی وايي، خپله لور اوس دولتي ښوونځي کې زده کړې ته استوي او باید ټول پر دولتي تعلیمي ادارو باور وکړي، چې د دغو ادارو معیار ښه شي.
بل لور ته د ښوونکیو اتحادیې مشر خیرالله حواري بي بي سي ته وویل په دولتي ښوونځیو کې زده کړو ته د دوی د ماشومانو اړایستلو موضوع له بنسټیزو حقونو سره ټکر کې ده او زده کونکي به د حکومت دغسې اقدام خلاف محکمو ته عریضه وکړي.
نوموړی وايي هر انسان حق لري، چې له هر ځایه وغواړي زده کړې وکړي.
هغه وايي، د باور رامنځته کېدو لپاره باید ټول وزیران، رییسان او سکرتران هم خپل اولادونه دولتي ښوونځیو ته ولېږي.
د یوه ځايي دولتي ښوونځي ښوونکي په دې اړه وویل، دوی ته د خپلو اولادونو شمېر ورکولو ویل شوي دي، خو تر اوسه په لیکلې بڼه داسې کوم امر نه دی ورته رسېدلی.
خیبر پښتونخوا کې دا مهال نژدې ۱۵۰ زره ښوونکي په دولتي تعلیمي ادارو کې په ښوونه او روزنه بوخت دي.