د هند سېلاب ځپلو سره د عمران خان د مرستې وړاندیز
منځپانګه نه شته
په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي سي د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.د پوسټ Facebook پای
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د هند کیراله ایالت کې د سېلاب راتلو له امله خواشیني ښيي او له سېلاب ځپلو سره د مرستې وړاندیز کوي.
عمران خان خپل ټوېټر کې وايي، د پاکستاني ولس له لورې د کیراله سېلاب ځپلو ته خپلې نېکې هیلې وړاندې کوي او له دوی سره هر ډول مرستې ته تیار دی.
کیراله کې اوسنی سیلاب په دغه ایالت کې د یوې پېړۍ تر ټولو ورانوونکی سېلاب بلل شوی دی.
په دغه سېلاب کې تراوسه له څلور سوو ډېر کسان وژل شوي او تر لس لکو یا یو میلیون ډېر خلک له کورونو بې ځایه شوي دي.

د عکس سرچینه، EPA
چارواکي وايي، کیراله کې د ورښت او سېلاب پیلېدو سره یې نږدې ۲۲ زره کسان ژغورلي دي.
دوی زیاتوي چې لسګونو کښتۍ او د سمندري ځواکونو ۵۱ بېړۍ د خلکو اېستلو عملیاتو کې بوختې دي.
همدارنګه ځايي کبګر( کب نیوونکي) هم په دې برخه کې همکاري کوي.
چارواکي وايي، چورلکې په هغو سیمو کې اړین توکي غورځوي چې د پرلپسې ورښت له امله یې له دوو اونیو راهیسې له نورې نړۍ سره اړیکه پرې شوې ده.
دا مهال خوندي ځایونو ته د هغو زرګونو خلکو د لېږدولو هڅه کېږي چې سېلابي اوبو کې ګیر دي.
کیراله کې له څو اونیو راهیسې د سخت ورښت له امله ځمک ښویېدنې او سیلاب لوی ورانی کړی دی.
چارواکي وايي تراوسه په دغه سیمه کې تر لس زرو کیلومترو سړک وران شوی او تر پنځو زرو کورونه له منځه تللي دي.








