انځورونه: د هندوستان په کیراله ایالت کې د پېړۍ ورانکاری سېلاب

د هندوستان په کیراله ایالت کې سختو سېلابونه پر ډېرو مالي زیانونه سربېره تر دا دمه د ۳۲۴ کسانو ژوند هم اخیستی دی. د چارواکو په خبره، تر اوسه څه باندې ۲۰۰ زره زیانمن شوي کسان په ۱۵۰۰ پناځیو کې ځای پر ځای شوي دي.

کیرالہ

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د هندوستان په کیراله ایالت کې سختو سېلابونه پر ډېرو مالي زیانونه سربېره تر دا دمه د ۳۲۴ کسانو ژوند هم اخیستی دی.
کیرالہ

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، دمګړۍ زرګونه کسان په اوبو کې ګیر پاتې دي چې د ژغورنې لپاره یې هڅې پیل شوې دي.
کیرالہ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په کیراله ایالت کې له څو اونیو راهیسې اورښتونه ورېږي چې له امله پراخ سېلابونه راوتلي دي.
کیرالہ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، چارواکو د لا نورو اورښتونو وړاندوینه هم کړې ده.
کیرالہ

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د مرسته رسوونکو په ډله کې سلګونه پوځیان هم شته. ځايي چارواکي وايي، وروستي سېلابونه په دغه ایالت کې د پېړۍ تر ټولو خونړي او ورانکاري هغه دي.
کیرالہ

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي هم له زیانمنو شویو سیمو لیدنه کړې ده.
کیرالہ

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د چارواکو په خبره، تر اوسه څه باندې ۲۰۰ زره زیانمن شوي کسان په ۱۵۰۰ پناځیو کې ځای پر ځای شوي دي.