تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان کې ټاکنیزو کمپاینونو سره تړلي بریدونه
- Author, عرفان خټک
- دنده, آزاد خبریال، کراچۍ
په پاکستان کې د ټاکنو کمیسیون له خوا د رای اچونې د نېټې له اعلان وروسته، ددغه هېواد سیاسي او مذهب پاله ډلو ټاکنیزو کمپاینونو ته مخه کړه چې له دې سره پر کاندیدانو د بریدونو لړۍ هم پیل شوه.
د دې بریدونو لومړی ښکار د عوامي نیشنل ګوند غړي وګرځېدل چې د دوی پر نوماند هارون بلور د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې د جولای میاشتې پر ۱۰مه نېټه د ټاکنیز کمپاین پرمهال ځانمرګی برید وشو. په دغه برید کې د ده په ګډون ۲۲ کسان ووژل شول.
که څه هم د عوامي نیشنل ګوند مشران د خپل نوماند تر وژل کېدو وروسته قهرېدلي خو دغه خبره ېې ښه سپينه کړې چې ترهګریز بریدونه ېې له ټاکنیزو منډو ترړو نشي په شا کولی.
د جولای پر ۱۳مه بلوچستان ایالت په مستونګ سیمه کې شوي ځانمرګي برید یو څه کم ۱۵۰ کسان ووژلي او ۲۰۰ ته نژدی کسان ېې ژوبل کړل. په دغه ځانمرګي برید کې له بلوچستانه د عوامي ګوند کاندید سراج ریساني هم ووژل شو. پر همدې ورځ د خیبر پښتونخوا په بنو سیمه کې د جمعیت علما اسلام پر نوماند شوي ځانمرګي برید څلور کسان ووژل او پنځلس ېې ژوبل کړل. خو د یاد ګوند کاندید اکرم خان درانی چې د خیبر پښتونخوا ایالت اعلی وزیر هم پاتې شوی په دغه برید کې روغ پاتې شو.
د جولای پر ۱۷مه اټک کې مسلم لیګ نواز ډلې قامي اسمبلۍ لپاره کاندید شیخ افتاب په موټر ډزې وشوې خو ده ته ېې کوم تاوان نه وا نه ړاوه.
همداسې د جولای پر ۲۲مه ډېره اسماعیل خان کې د تحریک انصاف ګوند پر نوماند اکرام الله باندې ځانمرګی برید وشو چې د هغه ژوند یې واخیست. اکرام الله د تحریک انصاف ډلې له خوا خیبر پښتونخوا ایالتي څوکۍ ته کاندید و.
پاکستان کې د ټاکنیز کمپاین او عمومي ټاکنو پر وخت شویو پېښو د دې هېواد سیاستوال له یوه نوي سرخوږي سره مخ کړي دي او ډېرو ته یې د خپل ټاکنیز کمپاین د پرمخ وړلو پر لار خنډونه جوړ کړي دي.
سیف الرحمن مسید چې د تحريک انصاف ګوند له خوا قامي پارلمان څوکۍ ۲۴۲ ته کانديد دی وویل، سر له دې چې دوی د وژل شوي وزيرستاني ځوان نقیب مسید په قضیه کی مهم رول لوبوي او ژوند ېې ګواښل کېږي، خو بیا هم غواړي په ټاکنو کې برخه واخلي، ځکه د ده په باور بې وزله خلکو سره مرسته کول او د هغوي غږ تر لوړ پوړو رسولو لپاره يوازېنۍ لار پارلمان ته تلل دي.
ښاغلی مسید وايي،" که څه هم د ځينو سیاسي ډلو مشران تور پورې کوي چې تحريک انصاف ګوند ته په عمومي ټاکنو کې لاره تشه پرېښودل شوې او ورته په ټاکنیز کمپاين کولو کې هېڅ ستونزې نشته، خو اوس به هغوي ليدلي وي چې په ډېره اسماعیل خان کې د دوی ګوند کاندید په شهادت ورسيد."
دی وايي د اکرام الله له مرګ وروسته مالومه شوه چې تحریک انصاف ډلې لپاره هم ټاکنیز کمپاین چلول اسانه نه دی.
په پاکستان کې د سیاسي، مذهبي او ملت پاله ګوندونو پر ټاکنیز کمپاین د ترسره شويو بريدونو په اړه خبریال او شنونکی عارف خټک وايي، طبعي خبره ده چې لوبې کېږي، بنګړي ماتېږي. مالومه وه چې ټاکنيز منډو ترړو پر وخت به د دې هېواد دښمنان ځان راڅرګندوي او بريدونه به کوي خو پوښتنه دا ده چې ولې امنيتي ادارو ورته چمتوالی نه و نيولی.
ښاغلی خټک وايي، باید امنيتي ادارې سترګې خلاصې کړي او د نورو داسې بدو پېښو له مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه اوچت کړي.
پاکستان کې د جولای میاشتې پر ۲۵ مه ټاکنې په داسې حال کې ترسره کېږي چې د امنيت په برخه کې ورته کلک تدبیرونه نيول شوي دي. د پاکستان پوځ ویاند اصف غفور له خوا د ورکړل شويو معلوماتو له مخې ټاکل شوې ده د ټاکنو پر ورځ د امنیت د ټینګښت په موخه ۳۷۱ زره پوځيان ځای پر ځای شي.