واڼه کې پر پښتون ژغورنې غورځنګ له برید وروسته ګرځبندیز

د عکس سرچینه، .
سوېلي وزیرستان کې ځايي چارواکي وايي، د دې سیمې مرکز واڼه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړو د طالبانو له وسلوال برید وروسته ګرځبندیز پیل شوی دی.
برید تېره ورځ مازیګر په واڼه کې د غورځنګ د یوه مخکښ مشر علي وزیر پر تېل پمپ شوی و.
له دې پېښې وروسته په سیمه کې وضعیت نازک شوی او ګرځبندیز پیل شوی دی.
په پېښه کې علي وزیر نه دی زیانمن شوی، خو ځايي چارواکي وايي، د غورځنګ دوه غړي وژل شوي دي.
مګر د پښتون ژغورنې غورځنګ يوه مشر محسن داوړ له بي بي سي پښتو سره خبرو کې وويل، د طالبانو په ډزو کې لږ ترلږه څلور ولسي وګړي وژل شوي او له ۴۰ زيات ټپيان دي.
ویل کېږي د وسلوالو په برید کې یو ځايي خبریال نور علي هم ټپي شوی دی.
چارواکي وايي، قومي مشران یې را بللي چې د جرګې مرکې له لارې پر دغه پېښه خبرې وکړي.
د قبایلو د حقونو لپاره غږ پورته کوونکی پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، پر دوی برید د امن کمېټې عین الله کسانو کړی دی.
دا ډله چې پخوا طالبان و اوس د ښو طالبانو په نوم یادېږي.
د پښتین پیغام

د عکس سرچینه، .
له دې پېښې وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د دغه برید غندنه کړې او پر خپله ټيوټر پاڼه يې لیکلي، چې دغه برید د "ښو طالبانو" له لوري شوی، چې د ده په خبره د "پاکستان د پوځ او استخباراتو ملاتړ" ورسره دی.
هغه دا هم وايي، چې پښتون ژغورنې غورځنګ تېرو پنځو میاشتو کې قانوني هڅې پیل کړې:
"په دغه موده کې مو نه سړک بند کړی، نه مو یو څراغ مات کړی، خو حکومتي ادارې له موږ سره ظلم کوي".
نوموړي په سیمه او نړۍ کې له پښتنو غوښتي چې د دې پېښې پرضد مظاهرې وکړي:
"چېرته چې د ملګرو ملتونو دفترونه دي هلته مظاهرې وکړئ، ځکه حکومت زموږ خبره نه اوري".
مختلفو ښارونو کې مظاهرې
د واڼه له پېښې وروسته اسلام اباد، پېښور، کوټه او نورو سیمو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو لاریون کړی دی.
له دې پېښې وروسته د Wana اور # stopUsingTalibanAgainistPTM هېش ټرېنډ هم پیل شوی دی.
د عوامي نېشنل ګوند غړي افراسیاب خټک ټوېټ کې لیکلي:
"پښتون څنګه د خبرو لپاره د حکومتي ادارو وړاندیز مهم وبولي، چې حکومتي پراکسیان یې کورونه له منځه وړي او د بچیانو وینې یې تویوي".
خواله رسنیو کې هم د واڼه د تاوتریخوالي انځورونه او ویډیوګانې خپرې شوې دي.
له بلې خوا د واڼه روستم بازار او عالم مارکېټ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو د عین الله ډلې دفترونه کلابند کړي او د ځینې معلوماتو له مخې یې د دغو ښو طالبانو دفترونه سوځولي هم دي.









