تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هزاره کسانو هدفي وژنو خلاف تر مرګه د نه خوړو اعتصاب اعلان
د بلوچستان مرکزي ښار کوټه کې د بشري حقونو یوې فعالې جلیله حیدر د هزاره کسانو هدفي وژنو خلاف تر مرګه د نه خوړو اعتصاب اعلان کړی دی. نوموړې د کوټې پریس کلب مخې ته یوه کېږدۍ کې اعتصاب پیل کړی دی.
کوټه کې د بي بي سي خبریال محمد کاظم په وینا نوموړې د ښار له ګڼې ګوڼې ډکې سیمې سید جمال الدین افغان روډ سیمه کې د دوو دکاندارانو له وژل کېدو وروسته دغه اعتصاب پیل کړی، چې ویل کېږي د هدفي وژنو په لړۍ کې وژل شوي دي.
جلیله حیدر وايي له تېرې یوې میاشتې راهیسې سیمه کې د هزاره کسانو وژل کېدو پېښې ډېرې شوې دي. د خبریال په خبره بلوچستان کې له دې مخکې هم د بې درکه شویو کسانو موندنې غوښتنو سره ښځو اعتصاب کړی، خو جلیله حیدر لومړنۍ ښځه ده، چې تر مرګه یې د نه خوړو اعتصاب اعلان کړی دی.
نوموړې بي بي سي ته وویل ۲۰ کاله کېږي، چې د هزاره قبیلې خلک وژل کېږي او حکومت یې په ساتنه کې پاتې راغلی دی. نوموړې تور پورې کوي، چې بلوچستان کې د یوې توطیې له مخې خلک وېشل کېږي او تر هغه مهال به څه و نه خوري، چې د پاکستان پوځي مشر جنرال قمر باجوه هلته نه وي ورغلی.
نوموړې ادعا کوي، چې د هزاره قبیلې لس زره ماشومان یتیمان شوي دي: واکمن باید راشي او دغو ماشومانو ته ځواب ووايي
سید جمال الدین افغان روډ سیمه کې ۳۰ ساعتونو کې د هدفي وژنو دوې پېښې شوې، چې دغو پېښو وروسته د هزاره دیموکراتیک ګوند په ګډون ګڼ شمېر فعالانو کندهاري بازار او لوېدیځ بای پاس سیمو کې مظاهره وکړه.
د روان کال اوږدو کې د پاکستاني دولتي ادارې بشري حقونونو ملي کمېسیون رپوټ کې ویل شوي، چې له ۲۰۰۱ کاله تر ۲۰۱۷ کاله پورې دغه ډول بریدونو کې د هزاره قبیلې ۵۲۵ کسان وژل شوي دي او نژدې اووه سوه نور ټپیان شوي دي.
که څه هم د هزاره کسانو وژنو لړۍ روانه ده، خو چارواکي وايي، د امنیتي اقداماتو له کبله دغه راز پېښې لږ شوې دي.