د پښتنو پېغلو پر سر د پښتین خولۍ

د عکس سرچینه، Haidarzai
- Author, شفیقه خپلواک
- دنده, کابل
تاریخي خبره ده چې کله به د دوو ډلو تر منځ جګړه وه، پښتنه به چې راووتله، او خپل پړونی به یې تر منځ واچوه نو بیا دواړو ډلو جګړه کول بې ننګي بلله.
مطلب دا چې د ښځې ننګ هم هغه ټیکری و او د سړي ننګ خو طبعاً لونګۍ وه.
د ننګ دا سمبولونه د پښتنو له لنډیو نیولې بیا د خوشحال بابا تر شاعرۍ پورې، په هر څه کې ستایل شوي.
خو په پښتونخوا کې په دې وروستیو کې یو داسې ولسي خوځښت را ټوکېدلی چې پښتنو ښځو او سړیو پکې په ګډه یوه سمبولیکه نښه غوره کړې او دواړه یې چې کله پر سر کوي، د سرلوړۍ احساس کوي.
د منظور پښتین خولۍ د دواړو جنسونو تر منځ شریکیږي، او د ننګ او مبارزې په ګډ سمبول بدلېږي.

د عکس سرچینه، Goraya
په پیښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ او پرلتونو یوې مخکښې ثنا اعجاز نه مې وپوښتل، کله چې د منظور پښتین خولۍ یې پر سر وه نو احساس یې څه و. راته یې وویل:
"د دې خولۍ پر سرول یوازې د جامې مسله نه ده، بلکې د یوې ذمه وارۍ منل دي"
لکه د پښتون ژغورنې خوځښت غږ چې په غرونو را واوښت، د کابل خلکو بدرګه کړ.
دغسې یې خولۍ هم نجونو او هلکانو پر سر کړې. زینب تره کې راته وویل:
"چې کله مې خولۍ پر سر کړه، له نارینه مې د کموالي احساس ونه کړ. کورته راغلم، خولۍ مې په سر وه، پلار جان ته مې ورمنډې کړې او بیا مې هغه ته ور پر سر کړه"
له کابله لږ ښکته د ننګرهار نجونې هم د مبارزې له دې شریکېدونکي سمبوله بې برخې نه شوې. مقدسه احمدزۍ وايي:
"خولۍ مې پخوا نه وه پر سر کړې. د لومړي ځل لپاره مې چې کله پر سر کړه نو ځان راته د منظور پښتین غوندې په ښځیتوب کې پیاوړی ښکارېده. احساس مې وکړ چې په دې مبارزه کې اړین رول لرم"
په جرمني کې یوې بلې افغانې اسیې محرابي هم پر سر وه. هغې راته وویل:
"خوښه ومه. څه چې زما پر سر و د یو نارینه هم و. حس مې نه کاوه سره جلا یوو. مزل او منزل خورا ګډ راته ښکارېدل"

د عکس سرچینه، AM
په پښتني سيمو کې يو نيم ځاى پخوا هم ښځو خولۍ پر سر کړې دي. تاریخ پوه او ليکوال استاد حبیب الله رفیع وویل چې د وردګو ځینو سړو سېمو کې یې ښځې پر سروي.
خو پوښتنه دا ده چې کله د دې دواړه جنسیتونو د ننګ او مبارزې نښه ګډیږي نو ایا د دوی تر منځ به واټڼ راکم کړي؟
ثنا اعجاز راته په ځواب کې وویل:
"زه دومره خوشبینه نه یم چې یوازې د خولۍ پر سر کول دې دا واټن راکم کړي. خو دومره ده چې اغیز به حتما لري. مثلا دې غورځنګ کې د ښځو ونډه یوازې د یوې تشې ډکول نه دي، موږ په اهمو پریکړو کې ونډه لرو"
مقدسې احمدزۍ د دې ځواب داسې وایه:
"که دا ډول سمبولونه یو ډول وي او ښځې او نر یې دواړه وکاروي زه باور لرم چې د ښځو او نرانو ترمنځ کینه او لرېوالی به کم کړي. مطلب ښه اغیز به ولري"

د عکس سرچینه، Shafiqa Khpalwak
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني فرهنګي سلاکار استاد اسدالله غضنفر مې په دې پرلتونو کې د ښځو په ګډون، او خولیو پر سرولو وپوښت.
" دا غورځنګ ډېر ریالیستیک دی. د نن په ستونزو غږیږي، د ډېرو نورو پښتنو خوځښتنو غوندې د زور خبرې او غورې نه کوي"
د استاد په باور ښځې ریالیستکي دي، ریالیستکي په دې مانا چې ژوند ورته مهم دی. او دوی د ژوند سرچینه دي. د نارینه و برعکس فلسفي بحثونو ته تیارې نه وي. که کله هم بحث په رېښتینو مسایلو شي، او ریالیزم پکې نغښتی وي. دوی تیارې دي چې برخه پکې واخلي.

د عکس سرچینه، Shafiqa Khpalwak
فېسبوک کې مې هم دا پوښتنه کړې وه. نارینو لیکلي وو چې که پړونی یې ورسره وي خولۍ هم د ښځو پر سر غونډو کې ښې ایسي.
او زما خپلې ټولګیوالې سترګو ته ودرېدې چې ځینو بې پړوني، ځینو له پړوني سره د پښتین خولۍ پر سر وې.
ډاډه قدمونه یې اخیستل. غړۍ یې هسکې وې او سترګې یې برندې. ښايي د سبا په اړه یې فکرونه بدل وو.









