تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کوهستان کې ښځې په موبایل ساتلو وژل کېږي!
د خیبر پښتونخوا په شمالي ضلعې کوهستان کې ښځې د موبایل تیلیفون ساتلو اجازه نه لري.
له سیمې ترلاسه شوي رپوټونه وایي، که چېرته دغلته له ښځو سره مویایل تیلیفون وموندل شي نو د بدلمنۍ شک پرې کېږي، او یو شمېر ښځې په همدې تور وژل شوې هم دي.
ویل کېږي چې د تر دې دمه هېڅوک د دا ډول وژنو په تور نیول شوي نه دي.
فیاض د کوهستان د سیمې اوسیدونکی دی.
دی وايي څو کاله وړاندې یې کورنۍ د ده د تره زوی او یوه نجلۍ په دې تور ووژل چې له یو بل سره یې پر تیلیفون خبرې کولې.
د فیاض په وینا، له هغه وروسته د دوی او د نجلۍ د کورنیو ترمنځ دښمني پیل شوه چې په ترڅ کې یې تراوسه اوه نور کسان هم وژل شوي دي.
فیاض په دې باور دی چې دښمني یې ښايي د دولتي ادارو له لارې نه بلکې د سیمه ییزې جرګې په منځګړتوب ختمه شي.
بل لور ته یوه سیمه ییز چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي رسنیو ته ویلي، د تیلیفون ساتلو یا پردیو نارینو سره د تېلیفوني اړیکو له امله دغلته څو تنه ښځې وژل شوې دي، خو د سیمه ییزو دودونو له مخې دغسې پېښې له پولیسو سره نه دي ثبتې شوې.
د پولیسو یوه چارواکي الطاف میشواڼي بي بي سي ته وویل، د کوهستان ځینو سیمو ته ورتګ ډېر وخت نیسي او له همدې کبله د پېښو څیړل ستونزمن کېږي.
د کوهستان یو شمېر اوسیدونکي وايي دغلته ډېری ښځې نالوستي دي او په تېروتنې ځیني شخصي ویډیويي کلپونه ترې خپاره شوي.
همدا لامل دی چې د سیمې نارینه اوس د خپلې کورنۍ ښځو ته اجازه نه ورکوي چې موبایل تیلیفون وساتي.
د کوهستان د داسو په نامه سیمې اوسیدونکی محمد حفیظ وايي دغلته میرمنې له خپلې کورنۍ سره د خبرو لپاره د خپلو میړونو ګرځنده تیلفونونه کاروي.
دی زیاتوي چې په ځینو کورنیو کې یوازې د پاخه عمر ښځې کولای شي ګرځنده تیلیفون یا موبایل ولري.