تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان کې د ناموسي وژنو ستونزه څنګه اوارېدی شي؟
پاکستان کې د ښځو ناموسي وژنو کچه تېرو دوو لسيزو کې خورا ډېره لوړه شوې ده. د ۲۰۱۷ لومړیو څلورو مياشتو کې خيبر پښتونخوا کې هم د شلو ناموسي وژنو راپورونه ورکړل شوي وو.
د خيبر پښتونخوا پوليسو څانګې شمېرې ښيي چې وړم ۲۰۱۶ کال کې ۱۸۷ ښځې وژل شوې وې، چې د څلوېښتو یې ناموسي وژنې وې. داسې فکر کېږي، چې د دا ډول پېښو اصلي شمېر د پوليسو له موندنو هم لوړ وي.
په همدې موضوع په پېښو رکې زموږ همکار رفعت الله اورکزي د پښتونخوا پخواني صوبايي وزیر سکندر شیرپاو سره مرکه کړې او په سر کې ترې پوښتلي چې دې ډول ستونزو ته د حل لار څه کېدی شي؟